د ترکې جنګي الوتکو په کرد وسله والو وروستو د هغې بمباري کړې چې کله کرد جنګيالو د عراق او ايران پولې ته نزدې د ترکې په پوځ بريد کړی .
پوځ وئيلي د ګل په ورځ اېف ـ۴ او اېف ـ۱۶ جنګي الوتکو د کالعدم کردستان ورکرز پارټۍ (پي کی کی) ۱۳ اهداف په نخښه کړي دي .
د اتوار په ورځ د سړک غاړې بمي چاؤدنو کې د ترکي د پوځ دوه ګاډي په هدف شوي وو او د ناتائيده خبرونو ترمخه يو شمېر ترکي عسکر پکې وژل شوي وو .
پي کی کی وئيلي جنګيالو يې ۱۵ ترکي عسکر وژلي دي .
د پېښې په ترڅ کې د ترکي وزيراعظم احمد داؤد اغلو د امنيت په اړه د يوې اعلی کچې غونډې دپاره په فوري توګه د قونيه نه انقرې ته واپس رسېدلی دی .
د ترکي صدر رجب طيب اردګان وئيلي ، د پي کی کی د مخنيوي دپاره نوې تګ لاره جوړولی شي او زياته کړې يې ده دوې به دغې تګ لارې ته دوام ورکوي .
راپورونه وايي که چرته د دغو وژنو پخلی کيږي نو د جولائي د مياشتې نه پس به دا د پي کی کی خونړی بريد وي ، د جولائۍ په مياشت کې د دواړو فريقو ترمينځ د دوؤ کالو اوربند د لوظنامې د سرغړونې نه پس د تشدد پېښې زياتې شوي دي .
ترکي د جولائۍ په اخره کې په سويلي ختيز ترکي او شمالي عراق کې په پي کی کی فضائي حملې کړي دي .
پي کی کی د ترکي سره د ۱۹۸۴م نه جنګيږي او په دغې جګړه کې ۴۰زره کسان وژل شوي دي . ترکي، امريکا او يورپ پي کی کی ترهګر تنظيم ګرځوي .