دقبائيلي سيمو ۳۸فيصده کډوال خپلو علاقوته بيرته لېږل شوي، ائي اېس پي ار

د پوځ مشر وئيلي په ټول ملک کې د ترهګرو معلومات کولی شي او په هر قيمت به دويې ته ماتې ورکولی شي .

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د خالي په ورځ د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان دوره کړې او نوموړي ته په سيمه کې د روانو عملياتو او د کډوالو بيرته لېږلو او سيمه کې د بيا بحالۍ په اړه احوال تېر کړی شوی دی .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې د پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د پوځ او قبائيلي مشرانو سره ورځ تېره کړې او عزم يي څرګند کړی چې د ترهګرو د خاتمې پورې به عمليات دوام لري .

نوموړي ته فارمېشن کمانډر په سيمه کې د روانو عملياتو په اړه احوال تېر کړی او د پوځ مشر د ترهګرۍ په ضد جنګېدونکو عسکرو او استخباراتي ادارو د چارواکو د قربانواو حوصلې ستائينه کړې ده .

د پوځ مشر وئيلي په ټول ملک کې د ترهګرو معلومات کولی شي او په هر قيمت به دويې ته ماتې ورکولی شي .

د ائي اېس پي ار ترمخه د پوځ مشر ته په سيمه کې د بيابحالۍ په کارونو احوال او په سيمه کې د هغې د اثراتو په اړه احوال تېر کړی شوی دی . د پوځ سرلښکر د بيرته بحالۍ په کارونو اطمنان څرګند کړی او اړونده ادارو ته يې په غوره طريقې سره د کډوالو بيرته د لېږلو هدايات ورکړي دي .

وروستو د پوځ سرلښکر د قبائيلي مشرانو او په ورستيو کې بيرته د تللو کډوالو سره ليدلي او هغويې ته يې باور ورکړی چې د دويې د پوره بحالۍ پورې به پوځ په سيمه کې موجود وي . قبائيلي مشرانود پوځ په کاميابو عملياتو د هغويې ستائينه کړې او وئيلي يي دي چې د پوځ په مرسته به ترهګر بيرته کله هم سيمه ته نه پرېږدي .

د پوځ سرلښکر په ميرعلي کې په ۱۱۰ بسترو باندې مشتمل تحصيل هېډکوارټر روغتون پرانسته کړې او په ميرعلي کې يې د کېډټ کالج جوړولو اعلان کړی دی .

ائي اېس پي ار قبائيلي ته بيرته د لېږلو کډوالو شمېره ۳۸فيصده وئيلي ده، د کډوالو ټولې کورنۍ دوه لاکه، ۹۱زره او ۸۲۷ دي چې پکې يو لاک اته زره او۵۰۳ کورنۍ بيرته لېږل شوي دي .

د رپورټ ترمخه شمالي او جنوبي وزيرستان ته ۱۵، ۱۵فيصده، کرمې ته ۳۵، اورکزو ته ۳۴ او خېبرته ۳۸ فيصده کډوال بيرته لېږل شوي دي .