سعودي اتحاد وایي ستر برید کې یې د القاعده۸۰۰ جنګیالي وژلي

سعودي اتحاد په يو بيان کې وئيلي چې په وژل شوؤ کې د القاعده مشران هم شامل دي او ډېر وسله وال چې په بريد کې روغ پاتې شوي تښتېدلي دي .

د سعودي عرب په مشرۍ اتحاد وئيلي د يمن په جنوب لوييديځ کې پروت يو ښار کې اتحادي ځواکونو په يو بريد کې د القاعده ۸۰۰ جنګيالي وژلي دي . دغه ښار د يو کال راهسې د وسله والو په ولقه کې دی .

د ازادو سرچينو لخوا د وژنو د دې ادعا پخلی نه شي کېدی .

نن د ګل په ورځ د سعودي عرب دولتي خبري ادارې سعودي پريس ايجنسۍ وئيلي دي چې د عرب اتحاد هوايي ځواکونو په ملاتړ يمني جنګيالو د القاعده په قوي مرکز ساحلي ښار مکله باندې حمله کړې ده .

پوځي سرچينو د فرانس خبري ادارې ته وئيلي اتحادي ځواکونه په مکله ښار ورننوتل او هلته د القاعده د جنګيالو لخوا د هيڅ مقاومت سره مخامخ نه شول او هغوې لويديځ پله ووتل . سرچينو دا هم وئيلي چې حمله کې د تېلو يو ټرمينل هم بيرته نيول شوی دی .

سعودي اتحاد په يو بيان کې وئيلي چې په وژل شوؤ کې د القاعده مشران هم شامل دي او ډېر وسله وال چې په بريد کې روغ پاتې شوي تښتېدلي دي .

بيان کې وئيل شوي چې دا عمليات د يمني حکومت د نړيوال ملاتړ برخه ده او په هغو ښارونو اثر زياتول دي کوم چې د القاعده په ولقه کې دي .

دا نه ده څرګنده چې په جګړه کې عام ملکي وګړي وژل شوي دي .