پېښور: په مدرسه لاسي بم ويشتل شوی، ۱۵ژوبل

د پوليس په وينا نامعلومو کسانو په بېت المکرم نومې جمات لاسي بم ويشتی دی او د ۱۵ پورې کسان پکې ژوبل شوي دي .

د خېبرپښتونخوا سرښار پېښور په برتهکال سيمه کې په يوه مدرسه لاسي بم ويشتل شوی او ۱۵ کسان پکې ژوبل شوي دي .

د برتهکال د پوليس سټېشن يو افسر نويد وي او ای ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل دغه پېښه تېرماسخوتن د نمانځه پس رامنځته شوې ده .

هغه وويل نامعلومو کسانو په بېت المکرم نومې جمات لاسي بم ويشتی دی او د ۱۵ پورې کسان پکې ژوبل شوي دي .

چارواکو وئيلي پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي دي .

د کېنټ پوليس مشر اېس پي کاشف زوالفقار وئيلي چې دغه جمات او ورسره مدرسه د جماعت الدعوه ډلې ده .

هغه وئيلي د لاسي بم ويشتو نه پس ځايي خلکو او د مدرسې ساتونکي ډزې کړي او يو کس چې د تښتېدو هڅه يې کوله په ډزو ژوبل شوی دی . د پوليس افسر په وينا دغه کس حمله کوؤنکی ؤ .

ځايي خلکو وئيلي په مدرسه کې درس روان ؤ او په دغه وخت پرې لاسي بم ويشتل شوی دی .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې .