امريکايي او افغان ځانګړي ځواکونو د نهې په ورځ ګډو عملياتو کې د پاکستان د پخواني وزيراعظم زوی درې کاله پس راخلاص کړی دی . چارواکو وئيلي هغه د القاعده سره اړونده ډلې په ولقه کې وو .
د پاکستان د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی علي حېدرګيلاني په کال ۲۰۱۳م کې نامعلومو وسله والو د ټولټاکنو په مهال د پنجاب صوبې د ملتان سيمې نه تښتؤلی ؤ .
امريکايي چارواکو د کابل نه په جاري کړي بيان کې وئيلي د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوؤنکو سرتېرو ګيلاني د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان پکتيکا صوبې د ګيان ضلعې نه ترلاسه کړی دی .
بيان کې وئيل شوي په دغو عملياتو کې د مخالفه ډلې څلور وسله وال هم وژل شوي دي .
له دې وړاندې د پاکستان خارجه وزارت وئيلي ؤ ، د افغانستان د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر خپل پاکستاني سيال ته وئيلي ؤ چې ګيلاني د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د غزني صوبې نه راخلاص کړی شوی دی .
اتمر وئيلي ګيلاني به د طبي معائينې نه وروستو پاکستان ته وسپارلی شي .
په اسلام اباد کې د کابل سفير حضرت عمر زاخېلوال وئيلي د پاکستان پخواني وزيراعظم ته د زوي د راخلاصېدو خبر ورکړی ؤ .
هغه وئيلي چې پخواني وزيراعظم د زوي په راخلاصولو کې په خصوصي پام لرنه د افغان صدر اشرف غني مننه کړې ده .
ګيلاني په داسې مهال راخلاص کړی شوی چې د پاکستان او افغانستان اړيکې ترينګلې دي ، او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په دغه هېواد کې دطالبانو د ملاتړ نه لاس نه اخلي .
د دواړو ملکونو اړيکې هغه وخت ډېرې د کړکېچ سره مخ شوې چې د اپرېل د مياشتې په ۱۹م نېټه کابل کې ځانمرګي بريد وشو . افغان چارواکو تور لګوي چې د القاعده سره اړونده حقاني ډله اوس هم په پاکستان کې فعاليت لري .
ولې پاکستان دغه تورونه رد کړي او وئيلي يې دي د دغه بريد چې پکې ۷۰ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو هيڅ تړاؤ نه لرلو .
زاخېلوال وايس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي هيله مند دی چې دا تازه ګام به د داړو ملکونو ترمنځ اړيکو ښه کولو ته وده ورکړي .
" زه هيله مند يم چې د دواړو ملکونو د ځواکونو ترمنځ غوره اړيکې به دوامداره وي او هغه عناصر چې د پولې دواړو غاړو ته د اولس دپاره خطر دی، دواړه هېوادونه ورته د ګډ دښمن په سترګه ګوري " .
د پاکستان د پوليس په وينا کال ۲۰۱۳م کې د ګيلاني د تښتؤلو په موقع د هغه سيکرټري او يو ساتونکی وژل شوي او څو کسان ژوبل شوي وو .
يوسف رضاګيلاني د مارچ ۲۰۰۸م نه تراپرېل ۲۰۱۲م پورې د پاکستان وزيراعظم پاتې شوی دی . د هغه تښتول شوي زوي يو کال وړاندې د خپلې کورنۍ سره د ټيليفون د لارې خبرې هم کړې وې .