کراچۍ: دجمات چت راغورځېدو پېښه کې پينځه کسان مړه

د عيني شاهدينو په وينا چت د تېزې سيلۍ له امله راغورځېدلی دی او ځيني کسان په چت کې د لګېدلو پنکو له امله ډېر ژوبل شوي دي .

د عيني شاهدينو په وينا چت د تېزې سيلۍ له امله راغورځېدلی دی او ځيني کسان په چت کې د لګېدلو پنکو له امله ډېر ژوبل شوي دي .

د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د جمعې د نمانځه په وخت د جومات د چت راغورځېدو پېښه کې پينځه کسان مړه او د۱۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

په کراچۍ کې د (مسجدعثمان غني) جومات د چت راغورځېدو پېښه په نارت ناظم اباد سيمه کې رامنځته شوې ده په دغه جومات کې د رغونې کار روان وو .

په جومات کې د موجودو خلکو په وينا په ګڼ شمېر کې خلک د جمعې په نمانځه ولاړ ؤ چې دپاسه پرې د غرمو نه بچ کېدو دپاره عارضي چت او د ټيمانو څادرې راګوزارې شوي او خلک يې ګېر کړي دي .

د نارت ناظم اباد حېدري تهاڼې پوليسو پېښه کې د پينځه کسانو د مړينې پخلی کړی او وئيلي يي دي د ۱۰ نه زيات نور ژوبل کسان عباسي شهيد او ضياالدين روغتون ته وړل شوي دي .

د عيني شاهدينو په وينا چت د تېزې سيلۍ له امله راغورځېدلی دی او ځيني کسان په چت کې د لګېدلو پنکو له امله ډېر ژوبل شوي دي .

د صوبې د بلدياتو وزير جام خان شورو په وينا جومات کې امدادي کارونه سرته رسېدلي او زياته کړې ده دوې به پلټنې کوي چې دا چت څنګه راغورځېدلی دی .

د صوبې وزيراعلی قائم علي شاه هم د پېښې نوټس اخستی او د سيمي کمشنر ته يې د پېښې په اړه د رپورټ ورکولو وئيلي دي .