د پښتو وتلی غزل ګو شاعر پروفیسر رحمت الله درد وفات شوی

پروفیسر رحمت الله درد

د پښتو ژبې وتلی غزل ګو شاعر ښاغلی پروفیسر رحمت الله درد د شورو په ورځ د ورپیښې ناروغۍ له امله د ۸۲ؤ کالو په عمر کې وفات شوی چې ټاکل شوې نن ماښام اووه نیمې بجې به د لکي مروت په مستي خیل سیمه کې خپله پلرنۍ ادیره کې خاورو ته سپارلی شي.

شاعرانه مقام:

پروفیسر رحمت الله درد په شلمه اؤ یوویشتمه صدۍ کې د پښتو جدید غزل یو استاد شاعر ګڼلی کیدو اؤ د هغه خوږه اسانه اؤ روانه شاعري که چرته ګڼ شمیر لوستونکي لري نو هلته د وخت نامتو هنرمندانو هم د درد غزلې پخپلو اوازونو کې وئیلي اؤ‌ خلکو خوښې کړي دي.

پیدائش، تعلم اؤ ملازمت:

پروفیسر رحمت الله درد په کال ۱۹۳۴ کې دخیبر پښتونخوا د جنوبي سیمې لکي مروت په مستي خیل سیمه کې د دسمبر د میاشتې په څلورمه نیټه د نظام خان کره زیږیدلی ؤ.

هغه تر لسم ټولګي زده کړې د لکي مروت هايي سکول، دولسم د بنو ګورنمنټ کالج اؤ څوارلسم ټولګي پورې زده کړې د ډیره اسمعیل خان ګورنمنټ کالج څخه ترلاسه کړې وې ،

په اردو کې د ماسټرۍ اؤ‌ بي ټي سندونه یې وروستو د پيښور پوهنتون نه ترلاسه کړل.

د ملازمت پیل یې د یو ښوونکي په توګه کړی ؤ ، وروستو لیکچرار اؤ بیا د پروفیسر تر رتبې ورسیدو.

د ملازمت موده یې د ګورنمنټ کالج لکي مروت د پرنسپل په توګه په کال ۱۹۹۵ کې پایې ته رسیدلې وه.

پروفیسر رحمت الله درد د خپلې معیاري اؤ خوږې شاعرۍ په بنیاد په لر و بر کې د خپلو مینه والو یوه پراخه حلقه پیدا کړې وه اؤ دهغه ګڼ شمیر غزلونه په پښتنه ټولنه کې زیات مشهور شوي وؤ.

د پوهانو په نظر کې:

د پښتو ژبې ستر دانشور اؤ نقاد ښاغلي همیش خلیل په خپله یوه لیکنه کې د پروفیسر رحمت الله درد د شاعرۍ په حواله خپل نظر په دې ټکو کې څرګند کړی دی

" ددوئ په غزلو کې دداخلي اؤ خارجي تجربو اؤ مشاهدو غبرګ احساس محسوسیږي، ددوئ عشق انساني عشق دی د خیالاتو د رفعت اؤ جذباتو د خلوص له مخه شاعر د غزل په جشن کې په ښکاره مقام لیدی شي"

ښاغلی همیش خلیل زیاتوي "درد د تشبیهاتو اؤ استعارو په راوړلو اؤ عشق ومحبت د لطیفو اؤ نازکو جذباتو د تصویر کشۍ په وجه به د پښتو غزل ګو شاعرانو په تاریخ کې د خپل فطري انداز، فني سپیځلتیا اؤ معنوي غنا په وجه د خپل دور د یو جدیدشاعر په حیثیت تل ژوند وي"

د کلام نمونې :

زړه کې محبت اؤ سپینه خوله کې اور

کاڼي کې اوبه اؤ په اوبه کې اور

دا خو تا په سرو لپو اوبه څښلې

ما وې څنګه بل شو په ویاله کې اور

اور مې په زړه پورې کړو تنکي ارمان

لګي د ماشوم نه په کاله کې اور

ـــــــــــــــــــــــــ

یه ښکلیه غزل دې کړم ټپه دې کړم

درد دې کړم شاعر دې کړم نغمه دې کړم

وخندیدې ، وشرمیدې پټ شولې

بل دې کړم ، لوګی دی کړم لمبه دې کړم

وایي راته دا احسان دې شته په ما

ښکلې خو زه ومه خو خوږه دې کړم

ــــــــــــــــــــــــ

د ازادۍ د پړاوونو ډیوې بلې لره

په سر د دار هم د سرونو ډیوې بلې لره

چې لار خطا نکړي کاروان د حریت د لارې

په هر قدم ورته د زړونو ډیوې بلې لره

چې د ظلمونو د تورتم نه شکست ونه منې

که نور څه نه وي د زخمونو ډیوې بلې لره