نن تر ماذیګره مونږ په میرانشاه کې پاتې شو خو زما یو سیمه اییز خبریال ملګري راته د ځینو نورو صحافیانو نه په غوږ کې پټ وویل چې تا دپاره مې د پاکستان اؤ افغانستان د کرښې ترڅنګ په غلام سیمه کې بندوبست کړی دی ، مونږ به شپه هلته وړو.
دا ما دپاره هم د خوشحالۍ خبره وه چې په لمړي ځل د غلام خان هاغه سیمه وینم چې دمینځنۍ ایشیاء دپاره په تجارتي اؤ ستراتیژیکي توګه ډیر زیات اهمیت لري.
یوه شپه په غلام کې :
د ماښام خړه لګیدلې ده اؤ زمونږ ګاډی د میرانشاه د پوځي ساحې څخه د سول انتظامیې د یو ګاډي په بدرګه کې د غلام خان په لوري حرکت کوي ،خواوشا نیم ساعت وروستو مونږ غلام خان ته رسیږو اؤ هلته مو یو ملګری په ډیر باوقار اؤ دروند،پښتون انداز هرکلی کوي
،په دغو اوچو تړو کې چې مونږ دپاره دیو غره په سر د شپې د کومې پرتکلفه میلمستیا تابیا شوې ده ، هغه په لفظونو کې بیانول به هسې په نادیدکتوب کې راشي .
خو لنډه دا چې د ډوډۍ خوړلو وروستو زه اوس دغره پسر دجوړې خپلې کمرې نه بهر راوتلی یم اؤ د مخامخ غرونو تماشه کووم ، په ماحول ژوره خاموشي خوره ده نه د انسان غږ اوریدل کیږي نه د ځناور!
دا هم زما کلی دی ، دغه مې هم کلی دی :
زما کوربه ملګری هم ماپسې بهر راووتلو ماته وایي دا مخامخ غر وینې؟ دا افغانستان دی اؤ ددې غره د پاسه چې دا رڼا درته ښکاري دا د افغانستان پوسټونه دي ،
اؤ زه فکر کووم چې ددغه غر اؤ زما تر مینځ به د پیاده مزل فاصله په مشکله لس دقیقې وي.
اوس نو زه په یو جذباتي کیفیت کې مبتلا یم !
ملګري راپسې اوازونه کوي میا صیب دننه راځه بهر یخني ده ، خو زه اوس چرته دغه غږونه اورم ،
زه اوس تنهایي غواړم ، په یخنۍ اؤ ګرمۍ نه یم، زه غواړم دغه مخامخ غر ته ډیر ډیر وګورم ،دغه غر ته په کتلو کتلو زه د یوې ویړې او خورې دنیا نه محدودې دائرې ته راځم ، محدود کیږم ،محدود کیږم عن چې تر خپل خاورین کور اؤ بیا تر خپلې کوټې محدود شوم.
دا اوس زما د خاورین کور هاغه زړه کوټه ده چې زما د مور ترڅنګ پکې مونږ پنځه ماشومان وروڼه راټول یو ، د یو بل سره مینه کوو، جنګ کوؤ ، شرارتونه کوؤ اؤ چې ښه ستړي کیږو نو بیا د خپلې مور د شفقت په غیږه کې سر ږدو اؤ بیغمه اوده کیږو.
نن خدایې زده چې دغه مخامخ غر ولې ماته زور راکوي ، ولې ماته وایي ته د خپلې مور د غیږې نه جدا یې ، ولې ماته احساس راکوي ته د خپلو روڼو نه تروړل شوی یې ، ولې ماته وایي ته د تاریخ د یو داسې جبر ښکار یې چې مړ هم یې اؤ پړ هم !
اؤ بیا په دغه کیفیت کې زما احساس شاعرانه کیږي اؤ زما د خولې دا شعر په في البدیه توګه اوځي چې
دا هم زما کلی دی ، دغه مې هم کلی دی
دلته مې د رور څلی، هلته د پلار څلی دی
اؤ لا په ما د نورو شعرونو امد روان دی چې ټول ملګري راپسې خپلې کرسۍ د کمرې نه بهر راوړي اؤ ماسره یو ځایې کښیني اؤ محفل دومره تودیږي چې شاعرانه احساس مې پکې په صحافیانه بحثونو رنګ کیږي.
د جلال الدین حقاني اؤ کرنل امام جومات :
مانه د څلویښتو قدمو په فاصله کې زه د سړک پغاړه یو وړوکی جومات وینم !
راته ویل کیږي “دا مخامخ جومات درته ښکاري ؟ په دې کې به حقاني نیټ ورک مشر جلال الدین حقاني اؤ کرنل امام دیره وؤ اؤ له دې ځایه به یې افغانستان ته خپل جنګیالي په دې مخامخ لاره ورلیږل.
د غره په کومه برخه چې زه ناست اؤ لاندې سړک ته ګورم نو ماته یوه لویه هدیره په نظر راځي .
راته ویل کیږي”په دې هدیره کې دا اتیا فیصده قبرونه د هاغو جنګیالو دي چې په ډرون بریدونو کې وژل شوي ”
په دغو قبرونو کې راته یو هاغه قبر هم وښودل شو چې د حقاني نیټ ورک ډیر لویې کمانډر ؤ اؤ یوه د ټوقو ټقالو ویډیو یې په سوشل میډیا ډیره مشهوره شوې ذه ، ویل دا کمانډر هم وروستو په ډرون برید کې ووژل شو.
د غلام خان دمیلمنو میلمستیا د خوست څخه :
ماته خپل کوربه وویل اوس چې دلته مونږ ته کوم خاص میلمه راځي نو هاغه دپاره مونږ د میلمستیا ضرورتونه د افغانستان د خوست ولایت څخه پوره کوؤ ځکه چې خوست مونږ ته ډیر لنډ دی په نسبت د بنو څخه.
زه پوښتنه کووم اوس خو به څوک داسې په اسانه په پوله نه شي اوښتی ، حالات به سخت وي ؟
ملګری ځواب راکوي چې اوس دې ځان سره روانووم اؤ که د تالاشۍ له عمل دې ژغورم په لږو اوږو اؤ پټو لارو دې بوځم نو په یو نیم ساعت کې دننه به په خوست کې دواړه ناست یو اؤ اؤ که په نیغه لاره ځو نو زیات نه زیات پینځویشت دقیقې وخت مو لګي.
بحث ډیر خوندرو روان دی ، د غلام خان د سوداګریزې لارې چې د ۴م جون ۲۰۱۴ څخه تړل شوې ده په اړه هم ډیر زړه پورې معلومات راکول کیږي.
راته ویلی شي ددغه سوداګریزې لارې د تړلو سره نه یوازې دپاکستان قامي خزانې ته د ټیکسونو په مد کې روزانه د لکونو روپو تاوانونه اوړي بلکې په زرګونو هاغه پښتانه هم ورسره بې روزګاره شوي دي چې په دغه تجارت کې په څه نا څه شکل دخیل وؤ ،
لکه ټرانسپوتران، دتیلو د پمپونو مالکان ، د ګاډو ډرائیوران ، کلینډران، باروونکي مزدوران، اؤ داسې نور .
اؤ دغه بحث دومره معلوماتي دی چې په هیڅ قیمت به یې زما غوندې بنده پرې نه ږدي ، خو د خوب به څه وایې ، د شپې یوولس بجې چې خوب جوټه راکړه نو ملګرو ته وایم . ښه ده یارانو تاسو مشغولیږئ ، زه درنه خوب ته ورغلم نور ګپ به سبا لګوؤ.
( اخري برخه سبا)