پاکستان داحسان الله تورونو ته د نړۍ پام غواړي خو څیړونکي یې ډرامه ګڼي

پاکستان یو ځل بیا هند اؤ افغانستان خپل هیواد کې په لاس وهنه تورن کړي او ویلي یې دي د طالبانو د تسلیم شوي ویاند احسان الله احسان اعترافي بیان ښایي چې هند افغانستان کې د طالبانو مرسته کوي.

خو څیړونکې د سوؤنو بې ګناه خلکو د وژنې د ذمه وارۍ قبلؤلو نه وروستو د طالبانو د ویاند پوځ ته تسلیمیدل یوه ډرامه ګڼي اؤ وایي د پښتنو قاتلانو ته به د توئ کړل شوؤ وینو جواب ورکول وي.​

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي سترسکتر میا افتخارحسین ویلي د احسان الله احسان لخوا په هند اؤ افغانستان لګول شوؤ تورونو باندې یقین ځکه نه شي کیدی چې هغه پخپله د زرګونو پښتنو وینې توئ کړي اؤ نن یې د خپلو مفاداتو دپاره لاره بدل کړه.

هغه وایي کیدی شي په هند اؤ افغانستان یې تورونه هم د بل چا په وینا د خپلو ګټو دپاره لګولي وي.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو د دفتر ویاند نفیس ذکریا خبریالانو ته ویلي د احسان الله احسان بیان کې د خالد خراساني هند کې دعلاج کیدو خبره اؤ افغانستان کې دداعش په جنګیالو د امریکا لخوا غورځول شوي بم کې د ۱۳ؤ هندي وګړو وژنه ښایي چې طالبانو سره هند مرستې کوي.

احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د تحریک اؤ جماعت الاحرار ویاند ؤ چې تیره ورځ یې ځان دپاکستان پوځ ته سپارلی ؤ.

احسان الله احسان د پوځ په ولقه کې پخپل یو ویډیوي بیان کې د چهارشنبې په ورځ ویلي وؤ چې د پاکستاني طالبانو تحریک د هند اؤ افغانستان استخباراتي شبکو سره لار لري اؤ د هغوئ په ښوونه پاکستان کې بې ګناه خلک وژني.

خو د احسان الله احسان په دغه اعترافي بیان په سوشل میډیا سختې نیوکې شوي اؤ‌ ویل شوي احسان الله احسان د پاکستان د ایی ایس ایي هاغه جاسوس دی چې په مرسته یې په لسګونو زره پښتانه ووژل شول اؤ اوس بیرته راغلی په کور کښیناستو.

دعوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي ستر سکتر میا افتخار یکي یو ځوي هم طالبانو وژلی ؤ اؤ احسان الله احسان یې ذمه واري قبوله کړې وه .

میا افتخار حسین وایي “هرکله چې یو بنده د سوؤنو خلکو د وژنې اعتراف وکړي نو هاغه مجرم شي اؤ مجرم دپاره سزا ضروري ده”

میا افتخار وائس اف امریکه ډیوه ویب سره خبرو کې ویلي د طالبانو لخوا د سلګونو ،زرګونو خلکو د وژل کیدو نه وروستو ځان پوځ ته سپارل دهغوئ یو تیکنیک دی اؤ دا په دې معني نه دي چې ګنې دغو جنګیالو نور ټوپک په ځمکه کیښودو.

هغه وویل د خارجه دفتر ویاند که هرڅو نړۍ ته د احسان الله احسان بیان مخې ته ږدي خو خلک د احسان په خوله باور ځکه نه شي کولی چې هغه خو د پیسو یا خپلو نورو ګټو دپاره تراوسه د زرګونو پښتنو په وینو توئیولو کې شریک ؤ نو اوس یې هم خلک واګې په بله تاوولی شي.

دپاکستان د خارجه دفتر ویاند تور لګولی چې هند اؤ افغانستان پاکستان کې ترهګري کوي ځکه نو نړیواله ټولنه دې د احسان الله احسان د بیان اؤ پاکستان کې د هند دلاسوهنې نوټس واخلي.

د جهانګیر خان په نوم یو تن په فیس بک لیکلي “احسان الله احسان پخپل بیان کې د کرنل امام اؤ جنرال حمید ګل یادؤنه نه ده کړې اؤ اؤ نه یې دا ویلي دي چې طالبانو ته درنې وسلې څوک ورکوي اؤ هغوئ د کومې کمپنۍ انټرنیټ څخه استفاده کوي چې دلندن نه هم تیز کار کوي.

همدغه شان په سوشل میډیا مشال خان دپاره دانصاف ترلاسه کولو په موخه فعاله یوه پاڼه باندې لیکل شوي چې که دې هیواد کې د ای پي ایس د ماشومانو په شمول د زرګونو خلکو قاتل معاف کیدی شي نو بیا د مشال خان وژنه خو به هډو جرم نه ګڼل کیږي