په عمران خان دعائشه ګلالۍ تورونو تاوده بحثونه راپورته کړي

په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان دهغه دخپل ګوند دپارلیمان دیوې غړې عائشه ګلالۍ لخوا د اخلاقي تورونو لګولو وروستو په سیاسي میدان، میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه پیل شوي.
په پاکستان کې د دوؤ سترو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیک( ن‌) اؤ پیپلز پارټۍ په عمران خان د لګیدلو دغو تورونو د پلټنو غوښتنه کړې اؤ د ټولټاکنو کمیشن ته د قانون پوهه محمود بشارت لخوا د عمران خان د نااهله کولو خواست هم شوی دی.

د عائشه ګلالۍ تورونه

عائشه ګلالۍ تیره ورځ دخپل ګوند تحریک انصاف په مشرعمران خان تور لګولی ؤ چې ښځو ته په ښه سترګه نه ګوري اؤ له دغه کبله یې د خپل ګوند څخه لاره جدا کړې ده
هغې دا هم ویلي وؤ چې په کال ۲۰۱۳م کې ورته عمران خان دخپل موبائیل نه غیراخلاقي میسجونه یا پیغامونه لیږلي وؤ چې له هغې وروستو هغه د پارټۍ دمشر کور ته ورتګ پریښی ؤ خو نوره د یوې قبائیلي پښتنې میرمني په توګه داسې ګوند کې پاتې کیدل نه غواړي چې دښځو عزت پکې نشته.

د پي ټي ایي سپناوي اؤ دسیاسي ګوندونو دریځ

د شورو په ورځ پاکستان تحریک انصاف ګوند دعائشه ګلالۍ دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ ددغه ګوند یو مشر فواد چوهدري تور لګولی چې عائشه ګلالۍ ته په عمران خان ددغو تورونو بدل کې پینځه کروړه روپۍ ورکړل شوي دي.
خو فواد چوهدري نه ده په ډاګه کړې چې عائشه ګلالۍ چا دغو تورونو ته لمسولې اؤ چا ورته پینځه کروړه روپۍ ورکړي دي.
خو بل لوري ته په مرکز کې د واکمن ګوند مسلم لیګ(ن) مشرانو اؤ د پیپلزپارټۍ چئیرمین بلاول بهټو زرداري غوښتنه کړې ده چې د میرمن ګلالۍ ددغو تورونو باید پلټنې وشي.
بلاول بهټو زرداري پخپل یو بیان کې ویلي چې په سیاسي ګوندونو کې دښخو عزت ته په بده سترګه کتل د ټولو ګوندونو په لمنه د داغ لګولو برابر خبره ده اؤ هغوئ به چاته اجازه ورنکړي چې سیاست په دغسې ناوړه اعمالو بدنام کړي.

دټولټاکنو کمیشن ته دعمران خان په ضد خواست

په عین حال کې یو تکړه وکیل اؤ قانون پوهه محمود بشارت د پاکستان دټولټاکنو کمیشن کې د عائشه ګلالۍ ددغو تورونو پسر د عمران خان د نااهله کولو دپاره درخواست جمع کړی دي.
په دغه درخواست کې ویل شوي چې د هر ګوند مشر اؤ غړی باید پاک کردار ولري اؤ د عمران خان په کردار تورونه مخې ته راغلي نو ځکه هغه دې د قامي اسمبلۍ دغړيتوب نه نااهله وګرځول شي.

دسوشل میډیا بحثونه

په پاکستان کې هم په میډیا اؤ سوشل میډیا تر ټولو مهمه موضوع د عائشه ګلالۍ تورونه دي اؤ زیاتره خلک په دغو تورونو خپلې رایې شریکوي.
د عائشه ګلالۍ دتورونو دغه موضوع په پاکستان کې دومره هوا موندلې چې دپاناما قضیه کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف د حکومت د ختمیدو اؤ دنوي حکومت جوړیدو موضوع یې هم شاته وړې ده.
دعمران خان پلویان په عائشه ګلالۍ تورونه لګولي چې هغې د عمران خان نه د قامي اسمبلۍ دپيښور این ای ون دپاره ټکټ غوښتو اؤ عمران خان یې غوښتنه نه ده منلې نو اوس د قهره یې په عمران خان تورونه لګولي.
ځینې نور بیا وایي چې عائشه ګلالۍ ته مسلم لیګ( ن ) ګوند د قامي اسمبلۍ د غړې جوړولو سینه ټپولې اؤ ددغه ګوند په لمسه یې تحریک انصاف نه لارې جدا کړي دي.
خو عائشه ګلالۍ د سه شنبې په ماسخوتن یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې هغې نه خو دپارټۍ نه ټکټ غوښتی اؤ نه یې دچا په لمسه دا تورونه لګولي.
هغې ویلي د وزیرستان یوه کلکه قبائیلي پښتنه ده اؤ کله هم د اسمبلۍ دپاره پخپل عزت سودا نه شي کولی.

عائشه ګلالۍ څوک ده؟

عائشه ګلالۍ یوه پیغله پښتنه سیاستدانه ده چې د خپل کئریر پیل یې د پاکستان د سرکاري ټي وي څه د نیوز کاسټرې یا نطاقې په توګه کړې ؤ.

وروستو بیا دپاکستان پیپلز پارټۍ غړې جوړه شوه اؤ په دغه ګوند کې ورته د قبائیلي چارو دپاره د رابطه کارې دنده وسپارل شوه .

په کال ۲۰۱۲م کې نوموړې پاکستان تحریک انصاف ډله کې شامل شوه اؤ ددغه ګوند څخه یې دښځو په ځانګړې چوکۍ دقامي اسمبلۍ غړیتوب ترلاسه کړو.

عائشه ګلالۍ خپل تعلق د جنوبي وزیرستان د وزیر قبیلې سره ښایي خو دهغې مخالفین بیا دهغې دغه دعوه ردوي اؤ وایي نوموړې د بنو د ډومیل تحصیل سره تعلق لري اؤ په دروغه خلکو ته ځان قبائیلي میرمن معرفي کوي.