جنرال باجوه:دخیبرایجنسۍ ۹۰ فیصده برخه له ترهګرو پاکه کړل شوې

راجګال کې پاکستاني پوځ د۱۶م جولایي څخه د ترهګرو په ضد د خیبرفور په نوم عملیات پیل کړي

دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه دعوه کړې ده چې افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه خیبر ایجنسۍ کې د ترهګرو ګڼ شمیر ځالې تباه کړل شوي اؤ ډیر زر به دغه سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړل شي.

پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دغه دعوه د شبنې په ورځ د خیبرایجنسۍ دلرې پرتې سیمې راجګال د سفر په مهال پوځیانو ته خپله وینا کې کړې ده.

خو څیړونکي وایي کله چې هم پوځ عملیاتو کې دترهګرو دملا ماتولو دعوې کړي دي نو حالاتو ښودلې چې له هغې سمدستي وروستو ترهګرو د پوځ اؤ اولس ملا ماته کړې ده.

راجګال کې پاکستاني پوځ د۱۶م جولایي څخه د ترهګرو په ضد د خیبرفور په نوم عملیات پیل کړي.

دپوځ په بیان کې ویل شوي چې جنرال باجوه ته د راجګال د سفر په مهال ویل شوي چې دسیمې ۹۰ فیصده برخه د ترهګرو څخه پاکه کړل شوې ده.

خو تر دې مهاله پوځ نه ده په ډاګه کړې چې په دغو عملیاتو کې یې د ترهګرو ډلو کوم مهم مشران وژلي یا نیولي دي.

پوځ خبریالانو ته هم اجازه نه ورکوي چې دخیبرایجنسۍ دغه لرې پرتې سیمې ته ورشي اؤ د سیمې اصل وضعیت نه نړۍ خبر کړي،

په دغه جګړه کې میډیا ټول انحصار د پاکستاني پوځ په یو اړخیزه دعوؤ کوي.

دپوځ په بیان کې ویل شوي چې دپوځ سرلښکر جنرال باجوه په راجګال کې په پوځي عملیاتو بوختو پوځیانو ته په ترلاسه کړو ګټو مبارکي ورکړې اؤ ویلي یې دي چې اوس مونږ د یو پرامنه پاکستان په لوري روان شوي یو.

له دې وړاندې هم دپاکستان پوځ داسې دعوې کړي دي چې په ضرب عضب عملیاتو کې یې دترهګرو ملا ماته کړې ده خو ددغو دغوؤ باوجود دهیواد بیلابیلو برخو کې په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو د ترهګرو بریدونو کې په سوؤنو پاکستاني وګړو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دپاکستان دقبائیلي سیمو په وضعیت اؤ پوځي عملیاتو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی ناصر داوړ وایي “مدام چې کله دپاکستان پوځ دا دعوې کړي چې مونږ دترهګرو ملا ماته کړه نو له هغې سمدستي روستو ترهګرو دعام اولس اؤ پوځ ملا ماته کړې ده ”

وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وویل په دې کې شک نشته چې په پوځي عملیاتو کې ترهګرو ته زیانونه اوښتي دي خو اوس هم مونږ دا په باور سره نه شو ویلی چې ګنې د ترهګرو د ورانکارۍ قوت ځپل شوی دی.

ښاغلی ناصر داوړ وایي په پوځي عملیاتو کې چې کوم ترهګر نیول کیږي پوځ هغه بیا عام ژوند ته راګرځولو دپاره دوه دریوؤ میاشتو پورې تربیتي مرکزونو کې ساتي خو کله چې له دغو مرکزونو هغوئ اوځي نو بیا دترهګرو لیکو ته ورګډیږي.

ښاغلی داوړ وایي ترڅو چې دپاکستان پوځ دترهګرۍ په ضد جګړه کې ځمکنیو حقیقتونو ته پام نه وي ګرځولی ترهغې د پرامنه پاکستان خوب لیدل به د لیوني دخوب په معنا وي