پاکستان کې په چټکتیا سره ویب پاڼې تړل کیږي

د انټر نيټ فعالینو د پاره کارکونکې يوې غير دولتي ادارې خپل يو راپور کښې ويلي دي دپاکستان دحکومت په وينادلته دانټرنیټ خدمات ورکوونکو کمپنو ٢١٠ ويب پاڼې تيرو دريو کالو کښي تړلي دي.

خو څیړونکي نیوکه کوي چې په پاکستان کې هاغو ویب پاڼو ته هیڅ نه ویل کیږي چې تندلاري پرې د کرکې اؤ تشدد ډک مواد خپروي

بايټس فار آل نومي ددغه ادارې راپور کښي ويل شوي دي چي زيات تره هاغه ويب پاڼې تړل شوي دي چي ورباندي د مذهب دسپکاوي يا بيا د رائیو دسیاسي اختلاف په هکله مواد موجود وؤ.

دبايټس فار آل يو کارکونکي هارون بلوچ ډيوه ريډيو ته ويلي دي چي دا تړل شوي ٢١٠ یوازې هغه ويب پاڼې دي چي دوي ته یې دتړل کیدو معلومات ترلاسه شوي او پاکستان کښې دتړل شوو ويب پاڼو اصل شميره په لکونو کښي ده ځکه چي پاکستان ټيلي کميونيکشن اتهاړټي په ستره محکمه کښې خپله دا بيان ورکړی ؤ چي دانټرنیټ خدمات ورکوونکو ته يې د دريو لکو نه دزيات ويب پاڼو دتړلو خواست کړی دی.

پاکستان کښې د سايبرکرايمز نومې قانون جوړيدو نه وروستو د انټړ نيټ صارفينو څارنه زياته شوې ده خو دلته موجود يو شمير لاقانونه گرځول شوي تنظيمونه اوس هم دکرکې نه د ډکو خپلو پیغامونو خورولو د پاره د سوشل ميډيا استمال کوي.

په دې هکله هارون بلوچ وايي دلته کالعدم تنظيمونه د سوشل ميډيا استمال په آزاده کوي او په دوي حکومت ځان غلی کړی دی اؤ د حکومت دې خاموشۍ د حکومت کردار شکمن کړی دی.

پاکستان کښي په سوشل ميډيا دهغه صارفينو څارنه روانه ده چي په ادارو تنقيد کوي او سږکال دجنورۍ په مياشت کښي پاکستان نه دغه شان پنځه بلاگرز تښتول شوي وو.

په دې کښي يو وقاص گورایه دخوشې کیدو څخه وروسته په استخباراتي ادارو د هغه د تښتونې تور لګولی ؤ.

پاکستان کښي دي نه وړاندي هم څو واري يو شمير ويب پاڼې تړل شوي دي اؤ دکال ٢٠١٢ دستمبر مياشت کښي مشهوره ويب پاڼه يوټيوب نيزدي څلور کالو پوري پاکستان کښې په دې تور تړل شوې وه چې د مذهب دسپکاوي مواد یې خپاره کړي دي