دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف دخپل ګوند حکومت ته سپارښتنه کړې چې قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو لړکې دمولانا فضل الرحمان اؤ محمودخان اچکزي اندیښنې ختمې اؤ قانوني مسوده دې دپارلیمان څخه منظوره کړي.
خو دواکمن ګوند مسلم لیګ ن دقامي اسمبلۍ قبائیلي غړی شهاب الدین خان وایي ترڅو چې پخپله نوازشریف وزیراعظم ؤ هغه غوښتل چې داصلاحات پځایي کړي ولې دشاهدخاقان عباسي دوزیراعظم جوړیدو نه وروسته فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو عمل دځنډ ښکار شوی دی.
شهاب الدین خان تور لګوي چې یوازې دیو څو کسانو دخوشحالولو دپاره فاټا کې داصلاحاتو مسوده پارلیمان ته نه راوړل کیږي اؤ که دغه لړۍ هم داسې دوامداره پاتې شوه نو بیا مونږ قبائیلي غړي مجبور یو چې دپارلیمان نه استعفاګانې ورکړو
دپاکستان حکومت څو کرته ژمنه کړې چې فاټا کې داصلاحاتو قانوني مسوده به پارلیمان ته وړاندې کوي خو هرځل دسیاسي مخالفتونو له امله دغه مسوده پارلیمان ته نه وړاندې کړل کیږي.
په قامي اسمبلۍ کې مخالف سیاسي ګوندونه دفاټا اصلاحاتو دقانوني مسودې پارلیمان ته د نه وړاندې کیدو په ضد په احتجاج بوخت دي اؤ داسمبلۍ دغونډې څخه پرله پسې پریکون یا بائیکاټ کوي.
د زیارت په ورځ دپاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي اؤ دهغه دکابینې وزیرانو دخپل ګوند مشر نوازشریف سره لیدلي اؤ دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا کې د ورګډؤلو،دغلته نه دایف سي ار ختمولو اؤ اصلاحاتو پځایې کولو په اړوند یې ورسره مشورې کړي دي.
سرچینې وایي په دغه لیدنه کې پخواني وزیراعظم نوازشریف دخپل ګوند حکومت ته سپارښتنه کړې چې فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره دې دټولو سیاسي ګوندونو اندیښنې له مینځه یوسي اؤ قانوني مسوده دې پارلیمان څخه منظوره کړي .
په پاکستان کې دامهال یوازې دوه سیاسي ګوندونه پښتونخوا ملي عوامي پارټي اؤ جمعیت علماء اسلام فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو طریقه باندې اختلاف لري اؤ نور سیاسي ګوندونه غواړي چې په سمدستي توګه باید دغلته اصلاحات پځایې کړل شي.
دپاکستان دسرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ پارلیمان ته ویلي فاټا کې داصلاحاتو په اړوند ۲۵ؤ څخه په ۲۴ؤ نکتو ټول اړخونه صلاح شوي اؤ یوازې په یوه نکته اختلاف پاتې دی چې دا به هم ډیر زر هوار شي.
دقامي اسمبلۍ قبائیلي غړي شهاب الدین خان وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې په کومه یوازینۍ نکته کړکیچ پاتې دی هغه داده قبائیلي سیمو کې باید اسلام اباد هائیکورټ واک ولري که دپيښور هائیکورټ؟
دامهال ټولې قبائیلي سیمې دمرکز لخوا کنټرول کیږي اؤ په فاټا اصلاحاتو مخالف اړخونه دلیل لري چې فاټا ته باید داسلام اباد هائیکورټ واک وغځول شي.
خو شهاب الدین خان بیا وایي چې داصلاحاتو دپاره دپارلیمان قائمه کمیټۍ سپارښتنه کړې چې فاټا کې دې دپيښور هائیکورټ واک پځایې وي.
هغه وایي “هرکله چې زمونږ ګورنر دصوبې دی، نو عدالت مو دې ولې دصوبې نه وي. قبائیلي خلکو ته پښتونخوا ډیره نزدې ده په نسبت داسلام اباد”
دمملکت دسرحدي چارو وزیر ښاغلي غالب خان ویلي دفاټا څخه دقامي اسمبلۍ ددؤؤ غړو پرته نهه دپارلیمان غړي فاټا کې داصلاحاتو په اړوند دحکومت ترشا ولاړ دي خو حکومتي غړي شهاب الدین بیا دحکومت په مرموزه رویه ټکونه کړي اؤ ویلي یې دي دوئ هسې په قبائیلو وخت تیروي، هرکله چې ټول قبائیل ،پارلیمان اؤ سیاسي ګوندونه غواړي چې اصلاحات دې پځایې کړل شي نو بیا ولې دیو څو کسانو خوشحالولو دپاره قانوني مسوده پارلیمان ته نه راوړل کیږي؟
دقبائیلي سیمې نه دپارلیمان یو بل غړي غازي ګلاب بیا خبریالانو سره خبرو کې غوښتنه کړې چې دقبائیلي سیمو اولس ته دې لمړی ټولنیز،اقتصادي اؤ پرمختیايي پیکیج ورکړل شي له هغې وروسته دې دفاټا پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو پریکړه وشي.
غازي ګلاب زیاته کړې چې د فاټا۸۵ فیصدي خلک دایف سي ار دختمولو یا پکې دبدلون پلویان .
هغه ویلي فاټاکې داصلاحاتو په اړوند دمولانا فضل الرحمان د ریفرنډم غوښتنه په اخلاقي ډول سمه خو په قانوني ډؤل ناسمه ده.