ایا پوهیږئ سږکال نړۍ کې څومره خبریالان ووژل شول ؟

سږکال ۲۵۰ څخه زیات خبریالان زندانونو ته هم اچول شوي دي.

دخبریالانو نړیوال سازمان ویلي سږ کال په ټوله نړۍ کې ۸۱ خبریالان وژل شوي اؤ اؤ یو شمیر خبریالان د سختو ګواښونو لاندې نیول شوي دي.

دخبریالانو نړیوال سازمان ایي ایف جی پخپله کلیز راپور کې ویلي دغه ۸۱ خبریالان ټوله نړۍ کې په هدفي ډول، بمي چاودنو اؤ ډزو کې وژل شوي.

خو دغه سازمان وایي چې سږکال ۲۵۰ څخه زیات خبریالان زندانونو ته هم اچول شوي دي.

راپور وایي دغه شمیرې درواکال د۲۹م دسمبر پورې راټولې کړی شوي اؤ دا ښایي چې په تیره یوه لسیزه کې همدا کال دی چې د خبریالانو وژنې پکې د نورو کلونو په پرتله کمې شوي دي.

تیرکال په ټوله نړۍ کې ۹۳ خبریالان وژل شوي وؤ.

دخبریالانو د نړیوال سازمان مشر فلپ لیروتهـ وایي هرڅو که په څرګنده دخبریالانو د وژنو کچه راټیټه شوې خو دصحافت په ضد دتشدد کچه دحد نه لوړه ده.

هغه ویلي ایي ایف جی ته دا هم معلومه شوې ده چې په وژنو کې دغه کمی له دې امله نه دی راغلی چې ګنې کوم حکومت دې دخبریالانو په ضد دکیدونکو جرائمو مخنیوي دپاره څه رقم ګامونه اخستي وي.

راپور کې راغلي چې سږکال په میکسیکو کې ۱۳،افغانستان کې ۱۱،عراق کې ۱۱،شام کې ۱۰ هند کې ۶،فلپائن کې ۴،پاکستان کې هم ۴،صومالیه اؤ هونډراس کې درې،درې خبریالان وژل شوي

سږکال خبریالانو دپاره دتر ټولو خطرناکو هیوادونو په نوملړ کې د افغانستان،میکسیکو،عراق ، شام اؤ فلسطین نومونه شامل وؤ خو ۳۲ خبریالان په داسې هیوادونو کې هم وژل شوي چې هغه خبریالانو دپاره پرامنه ګرځول شوي دي