دپښتو دموشګاف شاعر حمید بابا مزار نړؤل شوی

دحمید بابا مزار

د رحمان بابا اؤ خوشحال خان خټک نه وروسته دپښتو تر ټولو د لویې شاعر عبدالحمید بابا مزار دپیښور په بډه بیره سیمه کې نامعلومو کسانو نړؤلی دی.

ځایي خلک د حمید بابا د مزار د بې حرمتۍ پړه په سیمه ییزو پولیسو اچوي اؤ وایي پولیسو دغه مزار صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف دڅو مذهبي تنګ نظرو مشرانو په وینا نړولی خو پولیس وایي چې دمزار په ماتولو کې هیڅ لاس نه لري.

دحمید بابا نه وړاندې دپښتو دسر دشاعرانو رحمان بابا اؤ امیرحمزه خان شینواري مزارونه هم نامعلومو خلکو په بمونو الوځولي وؤ

دپښتو کلاسیکي شاعر عبدالحمید مومند چې پښتانه یې د حمید موشګاف په نوم پیزني څه دپاسه درې سوه کاله وړاندې دپيښور دبډه بیرې په ماشوګګر سیمه کې زیږیدلی ؤ اؤ هم دغلته یې مزار دی،

دماشوګګر اوسیدونکي دپښتو یو وتلي شاعر وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دحمید بابا مزار ته د زیان رسؤلو دغه پیښه پینځه ورځې وړاندې دپیښور د بده بیرې په ماشو ګګر سیمه کې رامینځته شوې ده

مزار یې چا نړیوالی ؟

دغه شاعر تور لګوي چې دحمید بابا دمزار دغه بې حرمتي په صوبه کې د واکمن ګوند تحریک انصاف دځینو تندروه ځایي ناظمانو په مرسته سیمه ییزو پولیسو کړې ده .

خو ډیوه چې کله ددغه پیښې دجذئیاتو معلومولو دپاره د بډه بیرې پولیس تانې دمشر یا ایس ایچ او ښاغلي شهریار خان سره تماس ونیولو نو هغه دا تورونه رد کړل چې ګنې پولیسو دحمید بابا مزار مات کړی دی.

دحمید بابا مزار

ښاغلي شهریار خان ومنله چې دتحریک انصاف ځایي ناظمانو اؤ کونسلرانو ورته عریضه کړې وه چې دحمید بابا په مزار کې خلک دچرسو اؤ ائس نشه کوي اؤ ددغه عریضې په اساس ېې دغلته چاپه وهلې اؤ ځینې کسان یې نیولي وؤ‌ .

دپولیسو مشر وویل دحمیدبابا مزار ته نقصان ځینو نامعلومو خلکو دپولیسو بدنامولو په غرض رسولی اؤ پولیسو ددغو خلکو دنیولو دپاره هڅې پیل کړي‌ دي.

اولس اؤ پولیس څه وایي؟

خو د ماشوګګر اوسیدونکو شاعرانو بیا دپولیس دریځ رد کړی اؤ ویلي یې دي چې حمید بابا د ټولو پښتنو عموماً اؤ د ماشوګګر دخلکو خصوصا یوه ملي ادبي پنګه ده څنګه دسیمې خلک کولی شي پخپه د حمید بابا مزار ونړوي؟

د بده بیرې دپولیسو مشر وایي په کومه مقبره کې چې دحمید بابا مزار دی هلته دوه نور زیارتونه هم شته چې یو د میا نیکه په نوم اؤ بل د درویش بابا په نوم یادیږي اؤ په دغو دریوؤ واړو زیاتونو کې خلک د چرسو اؤ ائس نشه کوي اؤ د نشو نه د ټولنې د وګړو ژغورنه د پولیسو مسولیت دی.

هغه وویل په دغو مزارونو پولیسو چاپې د سیمې د اولسي‌ استازو په خواست وهلي‌ دي اؤ دحمید بابا دمزار دنړیدلو نه وروستو یې هم د سیمې د خلکو اؤ شاعرانو سره سره په غونډو کې هغوئ ته تسله ورکړې ده چې پولیس په دغه پیښه کې لاس نه لري.

ایس ایچ او وایي دځایي ناظمانو اؤ شاعرانو یوه ګډه کمیټه یې جوړه کړې ده ترڅو له خپله انده هم ددغه پیښې پلټنې وکړي چې ایا پولیس پکې قصور وار دی که مزار د سیاسي ګوندونو د رقابت په لړ کې نړول شوی؟

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دواکمن ګوند تحریک انصاف سیمه ایز مشر ښاغلي فضل امین بیا ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې منلې ده چې هغه اؤ دسیمې نورو ناظمانو اؤ کونسلرانو پولیسو ته عریضه کړې وه چې دحمید بابا په مزار خلک نشې کوي اؤ باید په ضد یې ګامونه واخستل شي.

ښاغلي‌ فضل امین وویل د حمید بابا د مزار په نړؤلو کې پولیس هیڅ لاس نه لري اؤ دا مزار هاغه چا نړولی چې غواړي تحریک انصاف اؤ د صوبې پولیس بدنام کړي.

حمید بابا څوک بابا په کومه زمانه کې تیر شوی؟

عبدالحميد مومند قابو درې سوه کاله وړاندې پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې روډ پر ښي غاړه پراته کلي ماشوګگر کې زیږیدلی ؤ خو دپښتنو د نورو زیاترو کلاسیکي شاعرانو په څیر هغه هم پخپل ژوند زیاتو خلکو نه ؤ پیژندلی.

له مړینې وروسته چې پښتنو ته دهغه شاعري‌ ورسیدله نو چا د پښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا د وېښته چوونکي (نازکخیال یا موشگاف) لقب ورکړو.

موشګاف په پښتو کې د دومره نازک خیالۍ په معنا دی چې حتی یو "ویښتهُ" په مینځ چولی شي.

دپښتو د وتلي‌ څیړنګار ښاعلي‌ محمد اصف صیم د څیړنې له مخې دحمید بابا د پیدائښت باوري نیټه اؤ کال نه دی نه معلوم خو دپلار نوم یې ورله عبدالحق ښودلی دی.

ښاغلی اصف صمیم د حمید بابا د شعرونو اؤ‌ دهغه په هکله دشوؤ بحثونو په اساس د هغه د ژوند زمانه د یوولسمې هجري‌پیړۍ وروستي کالونه ښایي .

دپښتو د لرغونو شاعرانو په اړه دڅیړنې دکتاب پټې خزانې مولف عبدالحئ حبیبي دحمید بابا د زیږون کال ۱۱۰۰ هجري قمري کال ښایي خو وتلی څیړنګار ښاغلی همیش خلیل بیا خپل کتاب “ورکه خزانه “کې دهغه د پیدائښت کال ۱۰۸۳ هجري قمري ښودلی دی.

دحمید بابا اثار

۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلې ،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکې دي او څلور پلا چاپ شوی دی..

۲.قیصه دشاه اؤ ګدا ه چې هلالي لیکلي او حمیدبابا په پښتو مثنوی ترجمه کړې ده.او ښاغلي همیش خلیل چاپ کړی ده.

۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.

دحمیدبابا کلام

خط په مخ دصنم راغلی که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دایې غاښ په خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله کې

هسې رنګ ســـــحر ؤ جادوکــړي پـــه نظر د شهلا سترګو

نه یې سیال په هند کې شته دی نه ثاني په بنګاله لهکې

لــکه ونـــــښلي مــــرغـــــۍ پــــه سســت دام دســـلو لومو

هسې رنګ پریشانه زلفو کیښویستم په کشاله کې

دا زما له غمه شیـــــن زړه پــــه کــې خــــیـال دیار د شونډو

هسې رنګ زیب و زینت کا لکه می په شنه پیاله کې

ما ویـــــل عیـــــن ګــــڼه ګــــل دې د غنچې په لمن نغښتی

که مې کوت یو ګل اندام ؤ،پروت په سبزه دوشاله کې

ښکلی مخ کـــــــــــړي ولـــــــی نـــاسته په مجلس د رقیبانو

په جوار د سپیو نه وي هیڅ ارام په غزاله کې

سر تـــــــــر پـــــــایـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم

ځکه یم مدام دا هسې رنګ په اه اؤ په ناله کې

که یار غواړې هــــــــومــــــره ژاړه څـــو درځي عبدالحمیده

دا په دا چې دًر مونده شي په دریاب، نه په ناله کې