ستا په اننګو کې دحمزه د وینو سره دي
ته شوې دپښتو غزله ځوان،زه دې بابا کړم(حمزه بابا)
د پښتو غزل د بابا اؤ ستر نابغه شاعر خدایې بخښلي امیرحمزه خان شینواري ۲۴م تلین نن داتوار(یکشنبنې) په ورځ دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې دهغه دعقدتمندو لخوا نمانځل کیږي.
په دغه لړکې دخیبرپښتونخوا سرښار پیښور، کراچۍ اؤ دحمزه بابا پلرني کلي خیبر ایجنسۍ کې د بیلابیلو غونډو تابیا نیول شوې چې پکې به لیکوالان اؤ شاعران د حمزه بابا په فکر وفن رڼا اچوي.
د پښتو ستر لیکوال اؤ د شلګونو کتابونو علمي اؤادبي کتابونو لیکونکي ډاکټر حنیف خلیل ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې ویلي حمزه بابا چې پښتو ادب ته د شاعرۍ، ډرامې، سفرنامې اؤ فلسفې په څانګه کې څومره بخښنې کړې هغه د نه هیریدو دي.
ډاکټر حنیف حنیف خلیل وویل حمزه بابا غزل د روایتي رنګ نه راویستی اؤ یو پښتون رنګ یې ورکړی .
“هغه په تصوف کې هم پښتون تصوف خپل کړی ځکه خو یې غزل نیغ د پښتنو زړونو ته کوزیږي.”
ډاکټر خلیل وایي هرڅو که د حمزه صیب د فکر و فن په هکله تر اوسه ډیرې څیړنې شوي خو بیا هم ضرورت لیدل کیږي چې ددې کار دپاره باید یوه خپله اداره وي.
هغه وویل د حمزه بابا شخصیت اؤ فن دومره لوړ دی چې که په کلونو کلونو پرې تحقیق وکړی شي نو هم احاطه کول به یې ګران وي.
د پښتو وتلی شاعر پروفيسر اباسين يوسفزي ویلي حمزه بابا پښتو شاعري هاغه مقام ته رسولې چې نۀ يوازې موجوده بلکې راتلونکي نسلونه به پرې هم وياړ کوي.
ډیوه سره خبرو کې اباسين يوسفزي وويل حمزه بابا ته دهغه په ژوند پښتنو دبابا لقب ورکړى ؤ اؤ د هغه دمرګ نه پس هم پښتون قام دحمزه باباشاعرانه افکار دخپلې لارې مشالونه ګڼي.
اباسین یوسفزئ زیاتوي چې د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا نه وروسته که پښتنو د زړه نه یو شاعر د بابا په توګه منلی نو هغه حمزه بابا دی اؤ د حمزه صیب پشان لویې شاعران په پیړیو کې چرته په بخت یو، نیم پیدا کیږي
خدایې بخښلی امير حمزه خان شينوارى په کال 1907ء کې دپيښور سره د پيوست قبائيلي سيمې خيبر ايجنسۍ دلنډيکوتل پهخوږه خيل نومې کلي کې د ملک مير بازخان کره زيږيدلى اؤپه 18مه فرورۍ 1994ء کې وفات شوى ؤ.
نوموړي تر نهم ټولگي رسمي زده کړې کړې وې خو دهغه علمي فکر دومره لوړ اؤ ژور ؤ چې څيړونکو به ورته نابغه شخصيت وئيلو.
خدايې بخښلي حمزه بابا په لمړي سر کې اردو شاعري کوله خو وروستو يې دخپل مرشد عبدالستار شاه باچا جان په وينا په پښتوشاعري پيل کړه .
هغه د خپلې معياري اونوښتگرې شاعرۍ په سوب دومره نوم پيدا کړی چې د د رحمان بابا اؤ خوشحال بابا څخه وروستو يې ددريم عظيم شاعر په توگه پخپل ژوند دبابا لقب ترلاسه کړو.
حمزه بابا په اردو، پښتو او فارسۍ ژبه عبور لرلو او په دغو دريواړو ژبو کې يې دشاعرۍ ترڅنگ علمي نثر هم ليکلى دى.
هغه دخپلې ځوانۍ په زمانه کې دهندوستان ممبۍ ښار ته هم سفرونه کړي وؤ او دغلته يې په يو بې غږه هندي فلم کې کار هم کړىؤ.
ددې ترڅنگ اميرحمزه خان شينواري دپښتو ديو شمير فلمونو دپاره سندرې هم ليکلې وې.
هغه ته دشلمې صدۍ په شاعرانو کې دپښتو دترټولو غوره شاعر وياړ ترلاسه ؤ.
نوموړي پخپله شاعرۍ کې دپښتون تصوف دخورونې ترڅنگ خپل يو داسې ځانگړى اسلوب يا سبک ته وده ورکړې ده چې نن همدهرپښتون په زړۀ او ذهن نقش دى.
حمزه بابا دشاعرۍ ترڅنگ ډرامې ، ناول ، علمي مقالې هم ليکلې وې ، دهغه په چاپ کتابونو کې
دزړۀ اواز، يون، بهير، پري ووني، سپرلى په ائينه کې، دخيبروږمې، ژوند او يون، دکابل سفرنامه،دحجاز په لور، دليلا مجنون فلم اودفلم قيصه، مږې څپې، دکارل مارکس اصول دعقل په نظر، دحمزه ژوند ليک، غزونې، تجليات، دخوشحال بابا يو شعر، تذکرةالستارية، انساني رڼا او پوهه، دحمزه ليکونه، غزليات، اردو