له پاکستان او چین سره تر تاوتریخوالي وروسته هند له امریکا جنګي هیلي کاپټر غوښتي

مطبوعاتي رپوټونه وايي د هند حکومت له امریکا نه شپږ نور بوینگ (اې ایچ ٦۴ اي) اپاچي هیلي کاپټرې غوښتې دي.

اپاچي هغه جنګي هیلي کاپټرې دي چې امریکا یې له تېرو ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم د جګړې لپاره کاروي.

نوي ډیلي په دې لړ کې د امریکا حکومت ته یو خواست لیکلی، چې د هندي چارواکو په وینا امریکا ورته لا ځواب نه دی ویلی.

رپوټونه وايي، د هند د هوايي پوځ پر ځای دا هیلي کاپټرې د هند د ځمکني پوځ د هوايي څانګې (انډین ارمي اېوي اېشن کارپس) لپاره غوښتل شوې دي.

هندوستان له چین او پاکستان سره پر خپله پوله د اپاچي هیلي کاپټرو درې ډلې ځای پر ځای کول غواړي چې مقصد یې د پولو څارنه او د دښمن مخه نیول دي.

د هندي او چینايي مطبوعاتي د رپوټونو له مخې تېر کال د "دوکلم" په سیمه ګډې پولې باندې د چین او هند تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی وو، دغه شان په تېره جنورۍ میاشت کې هم د چین د سړکونو جوړولو یوې ډلې د هندوستان "ارونانچل پردېش" سیمې ته د اوښتو پر سر د هند او چین پوځونو د یو بل په ضد وسله پورته کړې وه.

د امریکا او هند تر منځ تعلقات په وروستیو کې ډېر خواږه شوي او په هند کې له سرمایه کارۍ پرته امریکا د دفاع په برخه کې هم له هند سره د کاروبار لارې لټوي.

هند تور لګوي چې پاکستان په هندوستان کې د اړي ګړي په خاطر ترهګر د دوی [هند] اړخ ته ور لېږي او دواړه ګاونډیان د کشمیر پر پوله یو بل باندې باقاعده د درنې او سپکې وسلې ډزې کوي.

له پاکستان سره د خپلو پولو د څارنې او د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره هند په وروستیو کې له وسله وړونکې بې پایلټه الوتکې یا ډرون څخه هم کار اخیستل پیل کړي.

هند وايي د امریکا د پرېډیټر اېم کیو١ بې پایلټه الوتکې په نقل جوړې دغه الوتکې د دوی کورنۍ جوړې دي او د توغندیو وړلو توان لري.

له هندي پوځ سره زیاتره د روس او یورپ جوړه وسله ده چې هند په وروستیو کې په دې کې د نویوالي راوستلو لپاره تر ٢.٥ اربه ډالرو زیاتو پیسو یو پروګرام هم منظور کړی دی.

تېره ورځ پاکستان د هند له خوا د یو نوي توغندي پر ازموینه سختې نیوکې کړې وې او دا یې د وسلې په سیالۍ کې د سیمې د ښکېلولو هندي هڅه بللې وه.

د رېډیو پاکستان د خبر له مخې د تېر خالي-شنبې په ورځ د پاکستان سمندري ځواکونو د "رباط" په نوم سمندري مشقونه هم پیل کړي، چې د پاکستان د سمندري پوځ د مرستیال مشر اېډمیرل کلیم شوکت په وینا د مشقونو مقصد یې په سمندر کې تر ځان د غټ قوت د مخنیوي صلاحیت کتل دي.

که څه هم په سیمه کې د ترهګرو د مخنوي لپاره امریکا او پاکستان له یو بل سره وخت په وخت مرستې کوي خو پاکستان په وروستیو کې چین ته نیژدې شوی او ګاونډي هند یې امریکا ته.

واشنګټن پر اسلام اباد تور لګوي چې د یاغي ډلو روزنه کوي او دغه ډلې د افغانستان د ناارامۍ او هلته د امریکايي عسکرو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي.

پاکستان دریځ لري چې د ترهګرۍ په ضد نړیواله مبارزه کې له هر چا زیاتې قربانۍ دوی ورکړي او تر ټولو زیات مالي او ځاني زیان یې اوچت کړی دی.

له امریکايي پوځونو پرته د جاپان، اسرایل، یونان، هالېنډ، سنګاپور او عرب اماراتو پوځونه هم بوینګ (اې ایچ ٦۴ اي) اپاچي هیلي کاپټرې کاروي.