نیزدې ۱۷ کاله پخوا- سپوږمۍ به یا د ١۴ مې او یا د ١٥ مې وه- د شپې د دوولسو نه اوښتې وې، شین اسمان وو، د سپوږمۍ او ستورو په رڼا کې د بامیانو د خاورو جوړ سوربخون خټان (کمرونه)، له لارې سره د روانو اوبو خوړونه یا چینې، ځای پر ځای خړ کورونه او کله کله شینکي ښکارېدل.
دا د ٢٠٠٠م کال د اپرېل میاشت وه، په کابل کې طالبان واکمن وو، مولوي قلم الدین د طالبانو د (امربالمعروف و نهی عن المنکر) په نوم د وزارت مشر وو، چې هغه وخت یې په ټولو ملایانو کې زیاته دبدبه لرله.
ملا قلم الدین ته ښځه فتنه ښکارېده، پتلون ورته د "کافر" جامه ښکارېده، په عکس کې يې شیطان لیدلو او ځان یې د حضرت ابراهیم علیه سلام نه وروسته لوی بت شکن ګاڼه. د کابل په کنټینینټل هوټل کې یې یو ځل په خپل لاس د لرګي نه جوړه د بودا مجسمه په تبر ماته کړې وه.
د ملا قلم الدین، د طالبانو د نورو مشرانو او د هغوی د واک بټن (توکمه) لرونکو پام ورو- ورو په بامیانو کې د څلورمې او پینځمې پېړۍ د بودا دوو لویو مجسمو ته واوښت. لومړی کار یې دا وکړ چې د بودا مجسمو ته یې د بهرنیو او خبریالانو پر سفر بندیز ولګاوه.
موږ بامیانو ته څنګه لاړو؟:
په همدغو ورځو کې زه او درې نور بهرني خبریالان کابل ته په دې غرض تللي وو چې بامیانو ته به ځو. د طالبانو د وخت څو دفترونو او وزارتونو ته لاړو، خو له هرې خوا همدا ځواب وو چې بامیانو ته پر تګ بندیز دی. دفتري مامورینو د بندیز علت د ملا قلم الدین فرمانونه او د نورو طالب مشرانو ناخوښي ښودله.
له هرې خوا د اجازې تر نه ترلاسه کولو وروسته موږ د طالبانو د خارجه چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل ته ځان ورساوه. هغه مو د خپل سفر په هدف قانع کړ او بیا یې راته د وزارت پر یو کاغذ اجازتنامه راکړه. د هماغه لیکلي کاغذ په برکت د کابل نه تر بامیانو پورې په ١٧ ساعتو کې ورسېدو. لاره زیاته کچه وه، ځای پر ځای د شاوخوا غرونو نه د واورې اوبه لارو ته را بهېدې. کله کله به لاره دومره تنګه وه چې یو موټر یا ټرک به له یوې مخې تېرېدلو نو بل به ورته د لارې په بل سر کې تم وو.
اکثره بسونه او ټرکونه د زړې زمانې وو، پر لاره د نیزدې کلیو د خلکو پر څېرو بېوزلي او غربت ښکارېده، د یخ له لاسه چاودي مخونه، ګونجې تندي، چاودې پوندې، په غاړه زاړه او شلېدلي کالي (جامې) او د طالبانو ویره پر هر مخ ځلېدله.
د بودا لومړی زیارت:
په نیمه شپه کې د بامیانو مرکز ته ورنیزدې شو، د سپوږمۍ په رڼا کې د سفر هره شېبه نوره هم خوندوره کېدله، په ګاډي کې ناستو درې نورو خبریالانو هم بهر کتل. هرې خوا ته سپینه رڼا، زر زر بدلېدونکې ننداره، کله خټې، کله اوبه، کله وچه، کله د خړو کورونو کلي، کله شنه پټي، کله ونې، کله خړ میدان، کله د لرګو دلۍ، کله په اسمان کې د یو لرې ځلېدونکي ستوري ننداره، کله له پړقېدونکې سپوږمۍ سره یو شان سفر او بیا ناڅاپه په دغه سپینه رڼا کې د بودا دوې لويې مجمسې.
په ګاډي کې د ناستو کسانو لپاره دا داسې ښکارېده لکه چې موږ چا ناڅاپه د مجسمو په غېږه کې ور واچولو او ناڅاپه موږ ټولو له حیرانتیا نه چیغه کړه، همدغه د سپوږمۍ په رڼا کې په بامیانو کې د بودا د مجسمو زما لومړنی زیارت وو.
د بودا نه هېردونکې ننداره:
د بامیانو په مرکز کې د ايران د پخوانۍ قونصلګرۍ په ودانۍ کې تر شپې تېرولو وروسته سهار چې راپاڅېدلو نو د بودا مجسمې نورې هم راته نیزدې ښکارېدې، داسې احساس مې کاوه لکه تېره شپه چې بې غمه د بودا په غېږ کې تېره شوې وي.
د سهار تر چایو وړاندې د ځايي طالبانو په څارنه کې د بودا د مجسمو خوا ته ورغلو، ګېرچاپېره خلک او موږ د دنګو مجسمو په پرتله لوېشتکي- لوېشتکي ښکارېدو، یوه مجسه ١٧٥ فټه او بله ١٢٠ فټه دنګه وه، شاوخوا ورسره څو لویې او وړې نورې مجسمې هم ولاړې وې، لویه ډاګه یې مخې ته خوشې پرته وه، کېدای شي څو پېړۍ پخوا په دغه خوشې ډاګه کې په سوونو حاجیانو ورځې شپې تېرې کړې وي.
بودا د مذهبي لېونتوب ښکار:
د طالبانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو لپاره د افغانستان د کلتوري، تاريخي او له پېړېو راهیسې تهذيبي نښو نښانو څه ارزښت نه لرلو. د طالبانو ملاتړو او استاذانو له افغانستانه د هند په ضد لویه غربي مورچه جوړول غوښتل، د دغه هدف د تر لاسه کولو لپاره دا ضروري وه چې هر افغان طالب جوړ شي او په مذهبي توندلاريتوب کې دومره ډوب شي چې د وطن سره تړلې تاريخي نښې هم پخپله ورانې کړي. همدغه وجه وه چې د طالبانو د هغه وخت خپلسره امير ملا عمر د بودا د ماتولو فرمان ورکړ.
یو روایت دا هم دی چې ځينو طالبانو د بودا د مجسمو د ورانولو مخالفت کاوه، خو وايي ملا عمر ورته ويلي وو، چې په خوب کې ورته د بودا د ماتولو حکم شوی دی. اوولس کاله پخوا د ملا عمر په حکم په همدې نن ورځ طالبانو د بودا مجسمې په بمونو والوځولې. د طالبانو په دغه عمل افغانستان تاريخ بایلو او طالبانو د خپل مذهبي لېونتوب ارمان پوره کړ.
یادونه:- دا مضمون تېر کال په همدې ورځ خپور شوی وو.