کرن خان دپښتو هغه لویې سندرغاړی دی چې پخپل ځانګړي انداز اؤ د معیاري کلام په انتخاب یې د موسیقۍ د سنجیده اوریدونکو زړونه ګټلي دي.
دهغه موسیقۍ ته د راتګ اؤ بیا د دومره ډیر شهرت پیدا کولو کیسه هم ډیره عجیبه ده.
۳۴کلن کرن خان وایي د سوات په یوه ساده زمیداره کورنۍ کې یې سترګې غړولي اؤ د هغه په کور کې هیڅوک د سندرو دنړۍ سره تعلق نه لري خو د هارون باچا سندرو په هغه دومره تاثیر وکړو چې دموسیقۍ دنیا ته یې په راوستلو مجبور کړو.
هغه ته اوس هم خپل هاغه وختونه یاد دي چې سوات کې به کله د کروندې په مهال په پټي کې لګیا ؤ محنت به یې کولو نو په پوله به ورته “سانیو” ټیپ ریکارډ پروت ؤ ، ددغه ټیپ ریکارډ سره جوخته به یوه کڅوړه د ټیپ د کیسټونو یا پیتو ډکه پرته وه.
په دغو کیسټونو کې به دخیال محمد استاد، شاه ولي استاد،ګلزارعالم اؤ ناشناس وغیره سندرې اؤ غزلې وې ، کرن خان به کر، کرونده کوله اؤ دغه غزلې اؤ سندرې به یې هم اوریدلې.
خو هغه به په پټي کې دکار کولو په وخت ځان سره ښه جوخته زمزمه هم کوله.
وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې کرن خان وایي” هلته به په پوله ټیپ غزیدو دلته به پټې کې ماځان سره هغه سندره زمزمه کوله اؤ وخت به مې تېر ؤ”
کرن خان تر دولسم ټولګي زده کړې سوات کې دخپل کلي دمکتبونو څخه کړي خو وایي چې بیا یو وخت داسې هم راغلو چې لکه د ډیرو نورو پښتنو زلمو ترې د مجبورۍ له وجې د زده کړو لړۍ نیمګړې پاتې شوه اؤ هغه کراچۍ ته مزدورۍ له لاړو.
خو په کراچۍ کې د مزدورۍ په حالت کې هم دسندرې سره د هغه دیارۍ رشته ونه شلیده ټوله ورځ چې به په مزدورۍ ستړی شو نو ماښام به یې خپل ستړی ذهن د سندرو په اوریدلو دمه کولو.
اؤ بیا د سندرو سره خپل دغه شوق یوه ورځ په کراچۍ کې دمیشته پښتون موسیقار ای ار انور تر خوا ورسؤلو.
کرن خان وایي ای ار انور سره یې د موسیقۍ باقاعده زده کړې پیل کړې ، چې درې څلور کاله یې دوام وموندلو خو بیا هغه خپل کلي سوات ته ستون شو اؤ د ای ار انور شاګردي ترې نیمه کې پاتې شوه.
په سوات کې هم کرن خان د سندرو دتربیت لټون پیل کړو اؤ بیا د استاد شیرجان تر دیرې ورسیدو، نورې زده کړې یې د استاد شیر جان څخه وکړې.
کرن خان وایي په دغه وخت کې د هارون باچا اواز میدان ته راووتلو اؤ ده به چې دهارون باچا غږ اوریدلو نو سم د نشې کیفیت به یې پرې طاري کولو اؤ هم هاغه ؤ چې پرېکړه یې وکړه له دې وروسته به پخپله سندرې وایي اؤ په سندره کې به نوم پیدا کوي.
اؤ په دغه جذبه کرن بیا دپیښور تر سرکاري راډیو ورسیدو .دپیښور راډیو نه یې سندرې پیل کړې ، بیا ټي وي ته لاړو ،
خو شهرت یې په کال ۲۰۰۹م کې د “ماذیګر” په نوم دخپل یو سندریز البم نه پیدا کړو ،په دغه البم کې هسې خو دهغه ټولې سندرې اؤ غزلې خلکو خوښې کړې وې خو “دا د بارانه شپه ګلې نن مونږ تیره کړه” ډیره زیاته مشهوره شوې وه.
کرن خان وایي چې د سندرې په جستجو کې کله هم دخپلې تعلیمي لړۍ نه بې فکره نه دی پاتې شوی اؤ که یو خوا یې دسندرو سفر جاري ساتلی نو بلخوا یې دعلم تکل ته هم برابر دوام ورکړی دی.
هغه دپیښور پوهتنون نه د ایم فل سند ترلاسه کړی اؤ اوس د پي ایچ ډي محصل دی.
وایي د قام اؤ خاورې سره دخپل ذات نه ډیره مینه لري اؤ غواړي چې دموسیقۍ دلارې پښتنو ته وطن سره دمینې،دامن ، سوکالۍ اؤ انسان دوستۍ پیغامونه ورکړي.
هغه پخپله هم یو ښه شاعر دی ځکه د کلام په انتخاب کې د ډیر احتیاط نه کار اخلي اؤ کله هم داسې کلام نه وایي چې بې مقصده وي یا یې لفظونه د پښتون کلتور اؤ دپښتنو د عمومي مزاج په ضد وي.
کرن خان ته که فلسمازانو تر اوسه د ډیرو درنو پیسو وړاندیزونه کړي چې دهغوئ فلمونو دپاره دې سندرې ووايي خو کرن خان ترې انکار کړی ، هغه وایي که ټوله دنیا څوک ورکړي خو دفن په معیار به ساز باز ونکړي.
همدغه شان کرن خان تر دې وخته د جینکو سره غبرګې سندرې هم نه دي ویلي خو وایي چې هر څو که جینکو سره غبرګه سندره ویل کومه بده خبره نه ده خو د هغه زړه یې نه مني نو ځکه یې تراوسه نه دي ویلي.
دهغه په سندرو اؤ غزلو کې اولیت پښتون قام اؤ وطن سره مینې ته حاصل وي ،
ځانته کلک افغان وایي اؤ په لهجه یې دافغانستان د پښتنو رنګ دومره غالب دی چې خپله مور هم ورته “کابلی” وایي
وایي مونږ ټول پښتانه افغانان یو ، افغانستان مو د پلار نیکه کور دی ، سوات اؤ پیښور مو هم خپل کور دی اؤ هیڅوک مو له یو بله نه شي بیلولی.
کرن خان دافغانستان دغوره هنرمند د جائرې ګټلو تر څنګ تر اوسه پاکستان اؤ افغانستان کې ګڼ شمیر جائرې اؤ ایوارډونه ګټلي دي خو وایي کله هم فن د جائزو اؤ ایوارډونو ګټلو په جذبه نه کوي بلکې غواړي چې دخپلو پښتنو زړونه وګټي اؤ هغه وخت ډیر خوشحاله شي چې د لر وبر پښتانه یو بل سره په مینه کولو اوویني