د پاکستان نه د ازادي ترلاسه کوونکي بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد ويلي "کوم خلک چې اوس هم په بنګله دېش کې ازاد ژوند کوي او پاکستان سره مينه لري د بنګله دېش خلک دې ورته سزا ورکړي".
د بي ډي نيوز ۲۴ترمخه حسينه واجد په بنګله دېش کې د نسل وژنې د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې په وېنا کې دغه خبره کړې ده.
هغې ويلي د بنګله دېش اولس دې هغو خلکو ته ځواب اووايي څوک چې اوس هم د پاکستان سره مينه لري، دوي ته دې خامخا سزا ورکړی شي چې د پاکستان مينه ترې هېره کړی شي.
د حسينه واجد ګوند عوامي ليګ لخوا د ۲۵م مارچ ۱۹۷۱م د نسل وژنې په ياد کې دستوره راجوړه کړې وه.
هغې د بنګله دېش نيشنل ګوند مشر جوړؤنکی ضاالرحمان د پاکستان سره مينه لرونکی ياد کړی او ويلي يې چې هغه د مجيب الرحمان د وژنې وروستو واک په خپل لاس کې اخستی ؤ او د هغه ښځه خالده اوس د دغه ګوند مشره ده.
هغې وويل، "د ۷۵م د ليسزې وروستو د بنګله دېش تاريخ بدل شو، ترې دې حده چې د پاکستان د قابض پوځ د توري کارولو په ځای به يې يواځې قابض پوځ يادول کېددو او هڅه يې دا وه چې د پاکستان توری هېر کړی شي او دا د پاکستان سره هغه مينه وه".
هغې دا هم ويلي دي چې د ۱۹۷۵م نه چې ملک چا په لاس کې اخستی دوي ملک پرمختګ ته نه دی پرېښودی او د پاکستان ايجنډا يې پرې عملي کړې ده او د دغه لارې يې پاکستان خوشحاله کړی دی.
بنګله دېش په کال ۱۹۷۱م کې يې د پاکستان نه د جګړې وروستو ازادي ترلاسه کړې وه.
د ۱۹۷۱م په دغه جګړه کې د بنګله دېش د خلکو د نسل وژنې، په دوي د تشدد او زور زیاتي په پېښو کې د ککړو خلکو د قانون منګولو ته راوستو دپاره شېخ حسينه واجد په کال ۲۰۱۰م کې يو ځانګړی عدالت هم جوړ کړی ؤ.
په دغه عدالت کې د ۱۹۷۱م په جګړه کې په جرمونو کې د ککړتيا او پاکستان سره د ملاتړ کولو په سر د مخالفه ډلو او جماعت اسلامي يو شمېر مشرانو ته د مرګ سزاګانې اورولي دي.
بنګله ديش دعوه کوي چې هاغه وخت د پاکستاني پوځ سره په ګډه بنګله ديش کې د هغوي پلويانو خواؤشا ديرش لکه خلک وژلي، د دوؤ لکو ښځو سره زياتي شوي او يو کروړ خلک ګاونډي هيواد هند کې په پناه اخستو مجبور شوي وو.
د بنلګه دېش مخالفه ګوندونه تور لګوي چې ځانګړی عدالت د سياسي بدل اخستو دپاره کاريږي او د بشري حقونو نړيوال تنظيمونه پرې هم د تحفظاتو څرګندونه کوي.