پي ټي‌ ایم: دپوځ پروپیګنډې مو خپل هدف ته له رسیدو نه شي منعې کولی

په پیښور کې چې په اتم اپریل دپښتون ژغورنې دغورځنګ کبدونکې جلسې ته څومره،څومره وخت نزدې کیږي دومره د ددغه غورځنګ په ضد پروپیګنډه کې چټک والی لیدل کیږي اؤ دپوځ په پلوۍ وتل کیدونکو لاریونونو کې تور لګول کیږي چې دمنظور پشتین تحریک ته د افغانستان اؤ هند ملاتړ ترلاسه دی.

خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي هغوئ هیڅکله په دغو منفي پروپیګنډو څوک خپل هدف نه ته له رسیدو نه شي منعې کولی.

په سوشل میډیا زیاتره فعالین تورونه لګوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ضد کیدونکي لاریونونه دپوځ اؤ استخباراتي په وینا کیږي اؤ پوځ غواړي چې په هر صورت پښتنو کې دخپلو حقونو دپاره دبیدار شوي شعور مخه ونیسي.

د جمعې په ورځ هم په کرمه ایجنسۍ کې د پښتون تحفظ موومنټ په ضد یو لاریون ویستل شوي چې پکې شاملو په لسګونو خلکو د” پاکستان زنده باد” اؤ” پاک پوځ پائنده “باد شعارونه ورکول

ددغه لاریون مشرانو پخپلو وینا ګانو کې تور ولګولو چې دمنظور پشتین پښتون تحفظ موومنټ سره د بهر نه مرستې کیږي اؤ غواړي چې پاکستاني کې د پوځ‌ په ضد دخلکو نفرت پیدا کړي.

خو په عین حال کې بیا دپښور په جناح پارک کې دپښتون تحفظ موومنټ لخوا راجوړه شوې یوه غونډه کې پریکړه شوې چې دغه تحریک به دهرقسم پروپیګنډو په پرواه نه کولو د اتم اپریل دجلسې کامیابولو دپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي

د پښتون ژغورنې دغورځنګ یو مهم مشر ښاغلی محسن داوړ وایي چې “دا کومه نوې خبره نه ده ، هر چا چې ددې خلکو(پوځ) په زیاتي ګوتې اوچتې کړي نو دوئ یې یا خو دټوپک په زور غږ غلی کړی اؤ یا یې پرې بیا دغدارۍ ټاپې وهلي دي”

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې ښاغلي محسن داوړ وویل چې د تیرو څو ورځو راهسې بیلابیلو سیمو نه د لسو اؤ‌ شلو، شلو کسانو جلوسونه دپښتون ژغورنې د غورځنګ په ضد راویستل کیږي اؤ هر چاته معلومه ده چې ددې پشا د چا لاس دی ؟

هغه وویل له دې وړاندې په پيښور کې ګورنر دټولو قبائیلي سیمو ملکان ځانته رابللي وؤ ، بیا پیښور کې دپاکستان زنده باد په نوم یو لاریون وویستل شو اؤ اوس په کرمه کې دغسې یو بل لاریون وشو اؤ دا ټول ښایي چې ریاست دپښتنو ائني اؤ‌جمهوري غوښتنو ته هډو غوږ ایښودو ته تیار نه دی.

محسن داوړ زیاته کړه چې تورونه لګول ددې خلکو(پوځ) زوړ عادت دی خو اوس پښتانه بیدار شوي اؤ نور د دوئ دکرایې دا تش په نامه لاریونونه د پښتنو دملي غورځنګ مخه نه شي نیولی.

هغه وویل په اتم اپریل به پيښور کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ کیدونکې جلسه ثابته کړي چې پښتانه اوس دګواښونو اؤ تورونو پرواه نه کوي بلکې پخپله خاوره ژوند ، امن اؤ خپل بشري، ائیني اؤ جمهوري حقونه غواړي.

په سوشل میډیا هم چرته که دپښتون ژغورنې دغورځنګ په ضد پروپیګنډه توده ده نو هلته د پي ټي ایم په ضد وتل کیدونکو لاریونونو باندې نیوکې هم روانې دي اؤ ددغه لاریونونو راجوړونکي په بیلابیلو بدو نومونو یادولی شي