پښتانه هنرمندان د پي ټي ایم جلسې دپاره څه جذبات اؤ احساسات لري؟

پېښور کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ ننۍ جلسې ته یوازې عام پښتانه هېله من نه دي بلکې پېښتنو هنرمندانو اؤ سندرغاړو هم په دغه جلسه پسې زیاتې هېلې تړلي دي اؤ وایي نور جنګونو ستړي کړي پخپله خاوره دامن دغوښتنې پلوي دي.

کرن خان چې دپښتو یو وتلی سندرغاړی دی اؤ اوس اوس یې دپښتنو دبیدارۍ یوه ترانه هم په خوږ اواز مخې ته راغلې ده وایي د امن هڅې چې هرڅوک په هره منطقه کې کوي ، باید ملاتړ یې وشي اؤ خبرې ته یې غوږ ونیول شي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې هغه وویل” فنکار هم ددې پښتون وطن بچی دی، ددې حالات پرې اثر انداز کیږي، بلکې د جنګونو په حالت کې خو تر ټولو لمړی ګزار په فن کیږي ځکه نو فنکاران د امن غږ تر چا زیات بدرګه کوي”

کرن خان هېله ښکاره کړه چې د پي ټي ایم ننۍ جلسه به هېواد کې د پښتو د پرامنه اؤ خوشحال ژوند دپاره یو پیاوړی اؤ ګټور ګام ثابت شي

پیغله تعلیم یافته سندرغاړې ګل پاڼه چې دا مهال دعمرې دسعادت ترلاسه کولو دپاره په سعودي عرب کې ده . ډیوه سره یې خبرو کې وویل” زه خو شپه ورځ الله پاک نه وطن کې د امن ، سوکالۍ ، پوهې اؤ تعلیم عام کیدلو سوالونه کووم “

ګل پاڼه وایي چې دعمرې په مهال یې هم دپښتنو اؤ پښتون وطن دپاره دامن سوالونه کړي اؤ دهر هغه غږ په کلکه هرکلی کوي چېې دامن اؤ تعلیم دپاره پورته کیږي.

وتلې سندر غاړې ماه جبین قزلباش وایي هنرمنداان خو دمینې خلک دي اؤ ټول عمر په خلکو مینه ویشي ،ځکه نو دمینې اؤ امن پلوي دي اؤ غواړي چې په وطن کې هر لوري ته امن راشي.

ماه جبین وایي هر هاغه غږ چې د سولې، مینې اؤ یووالي خبره وي پکې باید نه یې په پورته کیدلو قدغن ولګول شي اؤ نه ترې څوک وویریږي ، بلکې ملاتړ یې پکار دی،

ډیوه سره خبرو کې میرمن قزلباش وویل هر څو که فنکاران په جلسو کې ګډون نه شي کولی خو دخپلو خلکو اؤ وطن دپاره په مبازره بوختو مبارزینو ته ښې هېلې خو لري.

زلمی سندر غاړی ظفراقرار هم پښتون وطن کې د سولې اؤ سوکالۍ ژوند ته لیواله دی اؤ وایي نور پښتانه جنګونو ستړي کړي دي، د نغمو ، دخوشحالۍ اؤ دسپرلو ژوند غواړي .

هغه وویل دا نن چې پېښور ته کوم په زرګونو پښتانه ځوانان په دې سره ګرمۍ کې راغونډ شوي له دوئ دې وپوښتل شي ، هر یو به وایي چې بل یې هیڅ مقصد نشته پخپل وطن کې ارامه ، سوکاله اؤ د امن ډک ژوند غواړي .

ظفر اقرار وویل د زلمو اؤ پیغلو دامن هېلو ته باید مثبت ځواب وویل شي .

پیغله سندرغاړي دلراج وایي جنګونو اؤ بدامنۍ خو دټولو نه زیات هنرمندان ځپلي دي ځکه نو د ټولو نه زیات پښتانه هنرمندان پخپله خاوره کې سولې اؤ ثبات ته لیواله دي.

هغې وویل هرڅو که د سیاستونو نه ازاد ذهن لري خو که دنن جلسه دامن دپاره کیږي ، دپښتنو دپاره پکې دسوله ییز ژوند غوښتنه کیږي نو په کلکه یې ملاتړ کوي.

تکړه سندرغاړی انور خیال هم د نورو فنکارانو په څیر د امن غږ بدرګه کوي اؤ وایي “بس دی ، دې وطن ډیر قیامتونه ولیدل ، نور دا خلک ستړي شوي دي ، جنګونه اؤ‌ مرګونه نه غواړي ، نور دې په پښتون اولس رحم وکړل شي”

انور خیال زیاته کړه” پښتانه پرامنه خلک دي اؤ پخپله خاوره یې داوږد جنګ په دوران کې هم د هنر لمنه نه ده پرېښې اؤ دا نن چې په دې سره ګرمۍ کې خلکو خپل کارونه پرېښي اؤ پېښور ته جلسې ته راغلي خو امن غواړي کنه “

پیغله سندرغاړې ملاله ګل وایي” هغه خو به د اختر ورځ وي چې د پښتنو په خاوره نور امن راشي ، کرکې اؤ نفرتونه ختم شي اؤ فنکاران ښه ډاډه سندرې ووایي”

ملاله ګل وایي اوس خو په دې خاوره کې نه د عامو خلکو د ژوند تحفظ شته اؤ نه د فنکار

هغې وویل د پېښور جلسنه کې یې پخپله هم برخې اخستو ته زړه کیږي خو دپېښور نه بهر ده نو ځکه ورته ممکنه نه ده چې جلسې ته ورشي

باید وویل شي د پښټون ژغورنې دغورځنګ دغږ بدرګه کولو دپاره د سردارعلي‌ ټکر، هارون باچا،کرن خان اؤ حشمت سحر په څیر وتلو فنکارانو پخپلو غږونو دپښتنو ترانې هم ریکارډ کړي چې په سوشل میډیا خلکو ډیرې زیاتې خوښې کړي دي.