منظور پشتین اس وقت کہاں تھا جب…په سوشل میډیا د ټوقو یوه خوندوره لړۍ

دپښتون ژغورنې د غورځنګ فعالیتونو ته که هر څو دپاکستان په میډیا ځایې نه ورکول کیږي خو په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو ددغه غورځنګ په هکله بحثونه شپه اؤ ورځ تاوده وي.

که چرته دمنظور پشتین په مشرۍ دغه غورځنګ خلک دپښتنو دنجات یوه وسېله ګڼي هلته د منظور پشتین اؤ دهغه د ملګرو په هکله کلک شکونه هم روان دی اؤ تورونه پرې لګول کیږي چې د هند استخباراتي اداره “را “اؤ د افغانستان استخباراتي اداره” این ډي ایس “ورسره مرستې کوي.

هرڅو که منظور پشتین په اتم اپریل دپېښور په جلسه اؤ خپلو نورو ویناؤ کې پرله پسې دا سپېناوی کړی چې هغه د هیچا ایجنټ نه دی اؤ غواړي چې دپاکستان دائین اؤ قانون دلاندې یې کومې غوښتنې کړي باید هغه پوره کړل شي خو په سوشل میډیا اؤ دپاکستاني ټي وي چینلو په پروګرامونو کې پرله پسې د اشارو په ژبه هغه ته د پردیو د ایجنټ نسبت کولی شي.

خو تیره ورځ چې دپاکستان د اردو ژبې دیو ټي وي چېنل دیوې ښځېنه نطاقې کرن ناز لخوا د منظور پشتین څخه د صحافتي اصولو برعکس دهغه غیر موجودګۍ کې کومې پوښتنې شوي هغې په سوشل میډیا د سه شنبې د ورځې راهسې یو طوفان راولاړ کړی دی.

منظور پشتین اس وقت کہاں تھا جب…

په اردو ژبه د کرن ناز پوښتنې هم له دغه جملې پیل کیږي چې “منظور پشتین هاغه مهال چرته ؤ چې کله طالبانو قبائیلي سیمو کې بېګناه انسانان وژل”

دکرن ناز نه وړاندې دغه پوښتنې په سوشل میډیا ځېنو نورو خلکو هم راپورته کړي اؤ منظور پشتین اؤ دهغه ملګرو ورته په کراتو کراتو ځوابونه ورکړي چې هغوئ هاغه وخت هم غلي نه وؤ پاتې شوي چې کله طالبانو خلک وژل .

خو کله چې دغه تکراري پوښتنې د منظور پشتین پلویان بیخي تنګ کړل نو په سوشل میډیا یې اوس ددغه پوښتنې نه یوه ټوقه جوړه کړې ده د سه شنبې د ورځې نه په ټوئټر اؤ‌ فیس بک ددې ټرینډ لاندې چې” منظور پشتین اس وقت کہاں تھا جب….”د خوندورو پوسټونو لړۍ روانه ده.

اوس خلک هغه موضوعات هم ددغه ټرینډ په اساس دبحث لاندې راولي چې هډو د منظور پشتین سره هیڅ تړاؤ نه لري.

لکه ټولنیزه فعاله ثناء اعجاز پخپل یو ټوئټ کې وایي چې منظور پشتین هاغه مهال چرته ؤ کله چې اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو اؤ پوځیانو روڼو ته هډو معلومه نه شوه

د رحیم الله پشتین په نوم یو ټولینز فعال د یو پاکستاني پوځي افسر اؤ دیو طالب مشر یوه موټر کې په خندا د ګرځیدو عکس په ټوئټر ورکړی اؤ لیکلي یې دي ورته منظور پشتین هاغه مهال چرته ؤ چې کله دا هرڅه کیدل؟

حتی هاشم پشتین دغه بحث بیا تر فلمي نړۍ وړي اؤ پوښتنه کوي چې منظور پشتین هاغه مهال چرته ؤ کله چې دیوداس د پارو د کور مخې ته ساه ورکوله .

دمحمد تقي په نوم یو تن بیا د طالب ویاند احسان الله احسان لوري ته دغه بحث بوتلی اؤ وایي منظور پشتین هاغه مهال چرته ؤ کله چې پوځیانو داحسان الله احسان سرڅڼه کوله اؤ لکه د واده د زلمي د سېنګارولو نه وروسته یې د سیلم صافي مخې ته د مرکې دپاره کښېنولو.

خو په کراچۍ کې میشت پښتون لیکوال اؤ شاعر ښاغلی سرور شمال بیا د ټوقو د پوسټونو دغه لړۍ ته په ښه نظر نه ګوري اؤ وایي چې دپښتنو دښمن ډیر په سنجیده انداز د پښتنو جرړې غوڅوي ځکه نو پښتنو ته به هم سنجیده اوسیدل وي

وتلی خبریال ناصر داوړ وایي چې د غیر متعلقه موضوعاتو دغې پوښتنې سره تړل اصل کې په هاغو خلکو طنز کول دي چې د منظور پشتین نه غیر متعلقه پوښتنې کوي.

ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وویل منظور پشتین پرله پسې دخلکو ته ددغه پوښتنې ځواب ورکړو خو دوئ بیا هم نه قلاریدل اؤ اوس چې دغو خلکو ته همدا خپله پوښتنه په طنزیه انداز مخې ته راځي نو بیا به څوک د منظور نه غیر متعلقه پوښتنې نه کوي.