علي وزیر: د ورکو پښتنو کورنیو ته د ګواښونو له امله ۵۰ فیصده ورک خلک نه دي رپوټ شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن په تایید سره وایي چې په پاکستان کې تر ټولو زیات خلک له پښتونخوا او فاټا څخه جبري لادرکه دي، ځکه چې وایي پاکستاني پوځ د پښتنو خاوره د انساني کاروبار لپاره استعمال کړې ده.

له وي.او.اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې علي وزیر وویل، دوی تر اوسه د شاوخوا ۸۰۰۰ جبري ورکو کسانو فهرست تیار کړی دی او لا نور خلک هم د خپلو ورکو کسانو تفصیل ورکوي:

"داسې معلومات مو هم تر لاسه کړي چې د ورکو کسانو کورنیو ته د ریاستي ادارو [پوځ او استخباراتو] خلک ورځي او ورته وایي، تاسې خپل ورک کسان مه ښکاره کوئ موږ به یې په پټه تاسې ته درکړو".

د بشري حقونو کمېشن ویلي وو چې د ورکو خلکو سرکاري کمېشن چې د ورکو خلکو کوم شمېر یادوي دا سم نه دی، ځکه چې وایي د ډېرو ورکو د ورکېدو پېښې تر اوسه رپوټ شوې هم نه دي. علي وزیر دا خبره تایید کړه او ويې ویل چې ډېرو خلکو له ډاره هم د خپلو ورکو خلکو پېښې نه دي رپوټ کړې:

"د پښتونخوا خصوصاً د فاټا خلک ډېر تعلیم نه لري، چې یو مناسب فورم ته یې شکایت کړی وای، بل دا چې زموږ په سیمو کې کوم فورم هم نه وو چې درخواست یې ورکړی وای، بل هلته دغه ویره زیاته وه خلکو ته به ویل کېدل ګواښونه کول چې که د خپل ورک کس شکایت وکړي نو دوی به هم ورک شي، ځکه زه فکر کوم چې ۵۰ فیصده خلکو به له نور نقصانه د بچ کېدو په خاطر شکایت نه وي درج کړی".

د ورکو خلکو د سرکاري کمېشن مشر جسټس جاوید اقبال د ګل- دوشنبې په ورځ دعوه کړې، چې د پخواني پوځي آمر جنرل مشرف حکومت ۴۰۰۰ ورک پاکستانيان نورو هېوادونو ته د پیسو په بدل کې سپارلي وو. علي وزیر وایي نه یواځې د مشرف بلکې د اوسني حکومت په مهال هم پښتانه بهرنیو هېوادونو ته د جګړې لپاره بېول شوي دي:

"دا موږ اورو چې د پاکستان پوځ د یمن او شام په جګړه کې پر سعودي باندې ډېر خلک د جنګ لپاره خرڅ کړي دي. تېرو ورځو کې زه کلي ته تللی وم، زموږ دوو ورکو کلیوالو له یمن نه کور ته ټلیفون کړی وو او ورته ویلي یې وو چې موږ په داعش کې یو".

د ورکو خلکو د سرکاري کمېشن مشر جسټس جاوید اقبال ته پرون د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو د کمېټۍ په غونډه کې ویل شوي، چې پښتون تحفظ مومنټ هم د جبري لادرکه خلکو یو فهرست تیار کړی، نو ده ویلي وو چې په دې اړه به د دې تحریک له مشر منظور پښتین سره وویني.

علي وزیر وایي دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فشار نتیجه ده چې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن او د ورکو خلکو سرکاري کمېشن د پښتنو جبري بې درکه کېدل تایید کړل، خو وایي په راتلونکو ورځو کې به دا فشار نور هم ورباندې زیات شي.

علي وزیر وایي دوی نور نه غواړي چې د جبري بې درکه خلکو کورنۍ نور هم د خپلو نازولیو په انتظار کې د غم شپې تېرې کړي او غوښتنه کوي چې هغوی ژر تر ژره عدالتونو ته وړاندې شي.

Your browser doesn’t support HTML5

له علي وزیر سره مرکه دلته واورئ: