پرون د نوي کال په لومړۍ ورځ د امریکې په دوو جلا ایالتونو لوزیانا او نیواډا کې دوې پېښې وشوې چې پکې 16 تنه وژل شوي او تر 30 زیات ټپیان شوي دي. دا دواړه د ترهګرۍ پېښې بلل شوې دي. صدر بایډن وایي د نیواورلېنز ښار د پېښې مشکوک بریدګر ویلي چې له داعش ډلې متاثره وو. تفصیل یې بارکوال میاخېل وړاندې کوي:
په پېښور کې د «سلګۍ فاونډېشن» په نوم ادارې د پښتو د نومیالي شاعر او لیکوال ډاکټر خالق زیار د اتم تلین په مناسبت غونډه جوړه کړې چې پکې شاعرانو، سندرغاړو، موسیقارانو او د مختلفو طبقو خلکو برخه اخستې او د ډاکټر زیار ژوند او ادبي کارونو ته یې درناوی وړاندې کړی دی. تفصیل د بارکوال میاخېل په رپوټ کې:
نور کتل