لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ږوب کې د ښځو د حقونو فعاله او د لاسي هنرونو د ادارې مشره خپل "ورور په ډزو وژلې"


د بلوچستان په ږوب ښار کې د نوي کال په لومړي ماښام د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې یوه فعاله او ښځو ته د بېلابېلو لاسي کارونو او هنرونو د ور زده کولو د ادارې مشره مسرت عزیز په ډزو ویشتل شوې او وژل شوې ده.

د ږوب پولیس تاڼې مشر (ایس ایچ او) روزي خان مندوخېل وایي، دا پېښه د ښار په «عیدګاه روډ» باندې په کور کې دننه شوې او وایي خپل ورور پر هغې باندې څلور ډزې کړې او وژلې یې ده.

روزي خان مندوخېل د وي او اې ډیوه خبریال حفیظ الله ستوري شېراني ته په ټیلیفون وویل، په ملزم پسې یې پلټنې پیل کړې دي او د ښار په بېلابېلو ځایونو کې چاپې وهي خو تر اوسه یې نه دی نیولی.

د پولیس مشر په وینا تر اوسه یې د ملزم په خلاف مقدمه نه ده درج کړې او وایي که یې د کورنۍ څوک په خلاف د مقدمې درج کولو لپاره ورنغلو نو د پولیسو په مدعیت کې به مقدمه درج کړي:

"دا سوشل ایکټیوسټه [مدني فعاله] وه، یوه اداره یې هم چلوله او په سیاسي توګه هم د پاکستان مسلم لیګ ن ضلعي مشره هم وه، کورنۍ یې وایي دغه عتیق [ورور یې] بیا بیا ورته ویلي وو چې شیان به ته نه کوې".

پولیس وایي د مسرت له کارونو سره د اختلاف پر موضوع د خبرو لپاره د دوی د کورنۍ غړي، مسرت او د هغې ورور عتیق احمد د جنورۍ په لومړۍ نېټه مازدیګر مهال د ږوب د یوې ښځینه طبي کارکوونکې "ممتاز خاله" په کور کې سره کښېنستي وو او هملته یې ورور ورباندې ډزې کړې دي:

"یوه ګولۍ په خوله کې لګېدلې ده، دوې په نس کې او یوه پر دا ښۍ اوږه لګېدلې ده".

پر ټولنیزو رسنیو داسې اوازې هم خپرې شوې دي چې وایي د مسرت عزیز او ورور تر منځ د جایداد پر سر هم شخړه وه، خو پولیس مشر روز خان وایي تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري خو کورنۍ او مور یې ورته ویلي چې زوی یې پر هغې ظلم کاوه:

"وایي ده ویل زما ضمیر دا نه مني چې ته پر سوشل مېډیا خپل تصویرونه ورکوې".

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو دا پېښه په کلکه غندلې او وایي د بلوچستان د وروسته پاته صوبې یوه سیمه له داسې یوې فعاله مېرمنې محرومه شوه چې د بې وزله ښځو د اقتصادي حالت او ژوند په ښه کولو کې مثبت رول تر سره کاوه.

د هاشم خان په نوم د بشري حقونو یو مبارز او فعال پر خپل ایکس د مسرت عزیز د وژل کېدو خبر "زړه بوږنوونکی" بللی او وایي هغه د ږوب لومړنۍ ټولنیزه فعاله وه چې "خپل ورور" وژلې ده:

"هغې غریبو او بې سرپرسته نجونو ته په وړیا توګه مهارتونه ور زده کول او هغه یې [په اقتصادي لحاظ] په پښو درولې. موږ دا ظالمانه عمل غندو او د انصاف غوښتنه کوو".

مسرت عزیز په اصل کې د کشمیر له بټ قبیلې سره تړاو درلود خو کورنۍ یې ډېر کلونه مخکې په ږوب کې اباده شوې وه او هغې د سیمې له یو ځایي تن سره واده کړی وو، خو کله چې یې خاوند وفات شوی وو بیا دې د ښځو د خیرښېګړې لپاره یوه فلاحي اداره پیل کړې وه.

مسرت عزیز د تېر کال د دسمبر په 20مه د سیمې یو ځوان صادق مندوخېل ته د هغه د سوشل مېډیا چېنل ته په یوه مرکه کې ویلي وو، له تېرو 11 کلونو یې په ږوب کې د «توحید ټېکنیکل سنټر» په نوم اداره پرانیستې چې پکې ښځو ته مختلف لاسي هنرونه ور زده کوي.

مسرت ویلي وو په اداره کې یې غریبو ښځو ته له جامو ګنډلو سره سره لاسي کارونه هم ور زده کول او ورسره یې د انګرېزي ژبې، کمپیوټر او بنیادي دیني تعلیم هم د ښځینه استادانو په وسیله ورکاوه او بیا یې ښځو ته د فراغت سندونه هم ورکول:

"له ما سره د ښځو زده کوونکو شمېر 50 دی، خو په دغو کې 32-33 نجونه داسې هم دي چې هغه یتیمې او غریبې دي، دوی فیس نه شي ادا کولای ځکه نو زه دوی ته وړیا یا مفتې زدکړې ورکوم".

په ږوب کې په وروستیو کلونو کې دا دویمه پېښه ده چې د غیرت په نامه کېږي. څلور کاله وړاندې د 2021م کال په فرورۍ کې هم د کوټې او ږوب تر منځ له بادينزي سيمې سره په يوه وسلوال بريد کې يو ځوان او يوه ښځه وژل شوي وو، چې پولیسو د غیرت په نامه پېښه بللې وه.

د ښځو لپاره کارکوونکې غیرسرکاري اداره عورت فاونډېشن وایي، په 2024 کې په بلوچستان کې د تشدد په 73 پېښو کې 43 ښځې وژل شوې، وایي په دوى کې 19 ښځې او 14 نارينه د ننګ او ناموس په نامه وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG