د پښتنو د هنري اړتیاوو د پوره کولو لپاره «د پښتو موسیقۍ انسټیټیوټ» په نوم اداره جوړه شوه چې پرانیسته یې په سویډن کې وشوه او د دې ادارې مقصد په افغانستان او پښتونخوا کې د پښتو موسیقۍ ورثه خوندي کول، بیا را ژوندي کول او وده ورکول دي.
د دسمبر په 27مه د سویډن په مالمو ښار کې د «پشتو میوزک انسټیټیوټ» (پي ایم ای) په پرانستونکې غونډه کې د هنر، موسیقۍ او ادب ګڼ شمېر پوهانو ګډون کړی وو او دوی د پښتو موسیقۍ د خوندیتوب او پرمختګ په برخه کې د دې ادارې جوړېدل یو مهم ګام وباله.
په غونډه کې د هنر په ځانګړې توګه پښتو موسیقۍ پر تېر تاریخ او اوسني حالت باندې "فکرپاروونکې" ویناوې وشوې او څېړنیز پرېزنټېشنونه وړاندې شول چې پکې د هنر او کلتور تر منځ "نه شلېدونکی تړون" او له نویو چېلنجونو سره د پښتو موسیقۍ د خوندي کولو اړتیا په ګوته شوه.
د پي ایم ای مشر د پښتو نومیالی سندرغاړی هارون باچا دی، چې د هغه پر هنر مین خلک یې له مینې "باچاجي" هم بولي، هغه د دې ادارې پرانیسته وکړه او د هغې د جوړښت پر اړتیا او سفر یې خبرې وکړې.
هارون باچا وویل، دا انسټیټیوټ د مینې او خوارۍ په نتیجه کې جوړ شوی او ټینګار یې وکړ چې پي ایم ای به د موسیقۍ د سفارتکارۍ په وسیله امن ته د ودې ورکولو او د موسیقارانو د راتلونکي نسل په هڅولو کې مهم کردار تر سره کوي:
"په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوټه کې له څېړنو واخلې په امریکا، یورپ او اسټرېلیا کې تر ګډ کار پورې دا د پښتو موسیقۍ د پایدار او تلپاته مستقبل د جوړولو پر لور اول ګام دی".
په غونډه کې شاملو او له بهره هم ځینو ښځینه هنرمندانو د دې ادارې د جوړېدو پر ارزښت خبرې وکړې. نومیالۍ سندرغاړې شکیله ناز د ویډیو لینک له لارې غونډې ته وویل، په داسې وخت کې د پي ایم ای جوړېدل "تر زېري کم نه دی" چې پښتانه هنرمندان له مختلفو مسئلو سره مخ دي:
"ښځینه سندرغاړې چې څومره هم دي مالي او ځاني تحفظ نه لري، څومره ښځینه سندرغاړې ووژل شوې، ډېرو پکې وطن پرېښودل او نورو وطنونو ته لاړې، هغه صرف دغه وجه ده چې دغو ښځینه سندرغاړو ته هیڅ قسمه مالي او جاني تحفظ نه شته".
د پښتو موسیقۍ انسټیټیوټ یو څېړونکي ډاکټر عطاالله سعیدزي غونډې ته د پښتو موسیقارانو د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي چېلنجونو په اړه د خپلې هراړخیزې څېړنې نتیجې وړاندې کړې چې هغوی څنګه په ټولنه کې له پامه غورځول شوي او ښځینه هنرمندانې له څنګه بې باوره او خنډونو سره مخ دي. هغه وویل:
"زموږ څېړنه دا په ګوته کوي چې باید بیړني ګامونه واخیستل شي، لکه زموږ د موسیقۍ خوندي کول، د هغې د خوندیتوب وکالت کول او د یونیسکو غوندې ادارو په وسیله [ددې موسیقۍ] د نړیوالې پېژندنې ډاډ تر لاسه کول".
د غونډې یو بل ګډونوال د خپلو مخکینیو هڅو په اړه معلومات وړاندې کړل چې وایي د پښتو موسیقۍ ریکارډ شوي په زرګونو ساعتونه یې ډیجیټل کړي او دا به د راتلونکو نسلونو لپاره یوه لویه "کلتوري پانګه" وي.
په امریکا کې مېشت د پي ایم ای د بورډ غړي مشتاق رحیم په خپل پرېزنټېشن کې د انسټیټیوټ ترکیب او سټرېټیجیک هدفونه په ګوته کړل او په دې اداره کې یې د هنر او موسیقۍ پر تعلیم، وکالت او ایجاد باندې ټینګار وکړ.
ښاغلي رحیم وویل پي ایم ای به په ټولنه کې د موسیقۍ او موسیقارانو په اړه د پوهې او درناوي زیاتولو په برخه کې کار کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي:
"پي ایم ای تر یوې ټولنې زیات د پښتو هنرونو لپاره یو تینک ټېنک [څېړنیز او فکري مرکز] دی. زموږ مقصد دا دی چې په نړیواله کچه مرکزونه جوړ کړو، ډیجیټل رسایي زیاته کړو او پښتو موسیقۍ ته وده ورکړو".
دې ادارې په داسې وخت په رسمي توګه په کار پیل وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو سخت دریځه حکومت پر موسیقۍ او تېټر بشپړ بندیز لګولی او په تېرو څه باندې درو کلونو کې افغاني موسیقي له پټخولي ماتمي حالت سره مخ ده.
په غونډه کې لیکوالو او شاعرانو هم ګډون کړی وو. مشهوره لیکوال او شاعر عبدالغفور لېوال له موسیقۍ سره د فوکلور او کلتور پر تاریخي تړاو خبرې وکړې او ویې ویل چې څنګه "استعماري قوتونو د پښتنو د یووالي د کمزوري کولو لپاره پښتو موسیقي تر پښو لاندې کړه". ښاغلي لېوال وویل:
"موسيقۍ نه حرامه ده او نه حلاله، د انسان د غریزې [جبلت] یوه برخه ده، دا د اوبو غوندې یوه اړتیا ده، څنګه چې بې اوبو څښلو مرو د موسیقۍ له اورېدو پرته هم مرو، د موسیقۍ بیا خپلول زموږ کلتوري شناخت بیرته پر ځای کوي".
د تعلیمي لپاره مبارزه کوونکي ضیاء الدین یوسفزي له برتانیې د ویډیو لینک له لارې په خپله وینا کې د موسيقۍ پر قوت باندې رڼا واچوله چې څنګه د انسانانو تر منځ نفاق ختموي او یووالي ته وده ورکوي:
"په موسیقۍ کې د یو قام تاریخ، خوشالۍ او غمونه هر څه پکې خوندي وي. موسیقي پولې نه لري او زړونه سره پیوندوي. پښتو موسیقي خپله شتمنه ورثه لري او د امن او روغې جوړې یوه نړیواله ژبه کېدای شي."
په پښتونخوا او بلوچستان کې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې یو شمېر سندرغاړي او سندرغاړې د خپل هنر له کبله وژل شوي او ډېرو له همدې خطره خپل هنر پرېیښی او یا نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د لکونو نورو افغانانو غوندې له هنرونو او موسیقۍ سره تړلي په سلګونو هنرمندان او سندرغاړي هم له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوي چې ځینې یې یورپ او امریکې ته تللي او ځینې یې په ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران کې ژوند کوي او هنري کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
Forum