د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د چین سفیر ښاغلي ژاو شینګ سره په کتنه کې د نورو دواړخیزو مسلو پر سر د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو له خوا د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په مسله هم خبرې کړي دي.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې، ګل د ورځې ناوخته ډسمبر ۳۰ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه ویلي چې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او په دې برخه کې د عملي ګامونو پراړتیا باندې ټینګار کړی دی.
هغه لیکلي: " د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره په یوه ناسته کې د واخان دهلیز د ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ".
د چین سفارت تراوسه ددغې کتنې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
واخان دهلیز د افغانستان او چین ترمنځ ۹۰ کیلو متره اوږد سرحد جوړوي، چې د افغانستان په خوا کې د بدخشان د ولایت په یوه ډیره لیرې پرته سرحدي سیمه ده موقعیت لري، یوازې سږکال ورته د بدخشان ولایت د مرکز فیض اباد له ښار څخه یو خام سړک د غځیدلو چارې بشپړې شوي دي.
د شاوخوا سلو کیلو مترو ددغې سړک د جوړولو کار د افغانستان د پخواني جمهوري رژیم پرمهال پیل شوی وو او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک جوړ شوی هم وو. طالبانو تیرکال ددغه سړک د پاتې برخې کار پیل کړی وو چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د سنبلې په روانه میاشت کې یې کار بشپړ شو او افغانستان د ځمکې له لارې د چین سرحد سره ونښئلول شو. خو تراوسه پر دغه سرحدي لار باندې د سوداګریزو مالونو تګ راتګ لړۍ نه ده پیل شوې.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو دمخه کلنو کې چین د ددغه هیواد تر ټولو ستر اقتصادي شریک وو، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو له مخې اوس مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د راګړې ورکړې کچه په کال کې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.
افغانستان په تیر ۲۰۲۳ کال کې چین ته د ۶۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.
د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونې د معلوماتو پراساس اوس مهال افغانستان د چین پرځای د ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو څخه زیات مالونه واردوي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد د اکتوبر ۱۷(تلې ۲۶) رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهو میاشتو په کې د ایران سره د څه باندې دوو میلیاردو ډالرو راکړه ورکړه کړې ده
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور په مشرۍ یو پلاوي د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په میاشت کې د چین په پایتخت بیجینګ کې د "یو کمر بند یوه لاره نوښت" د انرژي د وزیرانو په درېیم کنفرانس کې د ګډون پر مهال دغه کنفرانس ته په وینا کې د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ په اوږدو کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت په اهمیت خبرې کړې وې.
هغه ویلي چې افغانستان د سیمه ییز اتصال لپاره یو مهم ځمکنی پل برابروي: "دا دریځ افغانستان د چین د یو کمربند له لارې یو اړین شریک جوړوي، ځکه چې دا کولای شي، د ځمکې له لارې سوداګریزې اړیکې او د انرژي دهلېزونه آسانه کړي، چې چین له اروپا سره نښلوي".
همداشان د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر په خپله دغه وینا کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراخیدو لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ د واخان د دهلیز په پرانیستلو باندې هم ټینګار کړی او ویلي دي چې دا لاره د افغانستان شمال ختیځ د چین د سینکیانګ له سیمې سره نښلوي او د سوداګري او انرژي د همکارۍ یوه نوې دروازه خلاصوي.
هغه ویلي چې دغه دهلېز به د زیربناوو، پراختیا او د پولې په اوږدو کې سوداګري او د افغانستان له لارې د چین او منځنۍ آسیا تر منځ لوژیستیکي راکړې ورکړې ته وده ورکړي.
چین د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په تیرو دریو کلنو کې يې په کابل کې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او نه یوازې کابل ته يې خپل سفیراستولی، بلکې په خپل هیواد کې یې هم د طالبانو سفیر منلی دی. خو ددې سره سره نه چین او نه کوم بل هیواد یا نړیوال سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيزندلی.
د طالبانو د حکومت د چارواکو له خوا د واخان د دهلیز څخه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګټې اخیستنې په تړاو د پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه چین په دې اړه کوم عملي ګام نه دی پورته کړی.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست کابل کې د چین د سفیر سره د واخان د دهلیز څخه د ګټې اخیستنې په تړاو دا خبرې په داسې حال کې کړي،چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو پاکستاني کاروونکو او ځینو سیاسیونو دغه دهلیز ته د پاکستان د لاس رسي د لیوالتیا په اړه خبرونه خپاره کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او ځینو سیاسي شخصیتونو هم د پاکستاني سیاسیونو پر دغې لیوالتیا باندې تبصرې کړي دي او افغانستان لپاره یې د واخان پر اهمیت ټینګار کړی دی.
یادونه: د وي او اې اشنا په مننه
Forum