لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان: په امنیتي پوسته د وسله والو برید کې دوه کسان وژل شوي


د پولیسو له مخې برید کې د عصمت الله په نوم یو پولیس عسکر اؤ د عبدالله په نوم یو عام وګړی وژل شوي . (فایل فوټو)
د پولیسو له مخې برید کې د عصمت الله په نوم یو پولیس عسکر اؤ د عبدالله په نوم یو عام وګړی وژل شوي . (فایل فوټو)

د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته د وسله والو برید کې د یو عسکر په ګډون دوه کسان وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.

د سیمې پولیسو ددې برید پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې وسله والو دا برید تېره شپه د درابڼ په امنیتي پوسته کړی دی.

د پولیسو له مخې برید کې د عصمت الله په نوم یو پولیس عسکر اؤ د عبدالله په نوم یو عام وګړی وژل شوي .

پولیس وایي چې د برید په مهال پولیسو هم چټک غبرګون ښودلی په وسله والو یې ځوابي ډزې کړي خو وسله وال د شپې له تیارې څخه په استفاده په تېښته بریالي شوي دي.

له پېښې وروسته په ګڼ شمېر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځاي ته رسیدلي اؤ د برید کوونکو د نیولو لپاره یې سیمه کې د لټونې عملیات پيل کړې دي.

تر دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې په یوه پوځي پوسته ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې یو پوځي وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.

د پولیسو د وینا له مخې د کلاچي تحصیل په هتھاله کنوړي سیمه کې یو ځانمرګي تن له بارودو ډک ګاډی د پوځ له مرکز سره ټکر کړی ؤ او بیا تر هغې وروسته نورو وسله والو حمله کړې وه.

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې په دې ورستیو کې زیاتې چټک شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمه وایي سږکال په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې 204 امنیتي عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې روان کال 2024م کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې شمیره یې 121 ده.

د رپورټ تر مخه په بنو کې د ترهګرۍ 116 اؤ په خېبر کې 80 پېښې مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې سږ کال خېبر پښتونخوا کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي اؤ 232 نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دې کال کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې 174عام وګړي وژل شوي اؤ 275 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې صوبه کې د ترهګرو په ضد شوؤ عملیاتو کې 212 وسله وال شوي.

د رپورټ تر مخه تر ټولو زیات وسله وال په په ډيره اسماعیل خان کې وژل شوي چې شمیره یې 80 ښودل شوې.

همدا شان په بنو کې د 41، په خېبر کې د 23 اؤ په شمالي وزیرستان کې د 19 وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

د سي ټي ډي په رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرو بریدونو کې د 204 امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ 383 نور ژوبل شوي هم دي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په جرمني کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې د خېبر جرګې ملاتړ وکړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:05 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG