لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امنیت شورا غونډه: د طالبانو نوی اخلاقي قانون به له نړۍ سره د هغوی په "ریښتینې ښکېلتیا" منفي اغېز وکړي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د حالاتو په اړه ځانګړې غونډه وکړه چې پکې د طالبانو پر نوي اخلاقي قانون پکې اندېښنې څرګندې شوې او وویل شول چې دا به د افغانانو خصوصاً د ښځو ژوند لا محدود کړي او دا قانون به نړۍ ته له طالبانو سره د "ریښتینې ښکېلتیا" په اړه یو منفي سیاسي سیګنل ولېږدوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ستمبر پر 18مه د امنیت شورا غونډې ته په خپل تازه رپوټ کې وویل، دا مهال افغانستان "له نړیوالې ټولنې بېل" شوی دی.

د مېرمن اوتنبایوا په وینا ملګرو ملتونو په تېره جولای میاشت کې د دوحې درېیمې غونډې ته د طالبانو چارواکي ور وبلل او دا فرصت برابر شو چې د غونډې غړي هېوادونه د یو لړ اندېښنو په اړه له هغوی سره مخامخ خبرې وکړي، خو وایي طالبانو پر ښځو محدودیتونو ته دوام ورکړ:

"د دوحې له غونډې لږ وروسته د اخلاقي څارنې د قانون منظوري هغه باور کمزوی کړی چې موږ یې جوړول پیل کړي وو".

دا غونډه د سلوېنیا د وزیراعظم د مرستیالې او د یورپي چارو لپاره د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیرې تانجا فاجون په مشرۍ وشوه او هغې وویل، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت "د جنسیتي اپارتایډ، توپیر او ظلم پر دې منظم سیسټم چوپ نه شو پاتې کېدای او نه به پاتې کیږو".

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې سیما سامي سکندر بحوث د امنیت شورا غونډې ته د طالبانو د امر بالمعروف و نهي‌ المنکر د نوي قانون په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل او پر افغان مېرمنو یې د دې قانون د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

مېرمن بحوث وویل د طالبانو نوی اخلاقي قانون نه یواځې ښځې له سړیو بېلوي بلکې ښځې له ښځو هم په ټولنه کې جلا کوي، وایي د دې قانون ډېره برخه مخکې لا واکمنو چارواکو په پخوانیو فرمانونو کې موجوده وه خو دا قانون نوې خرابۍ معرفي کوي.

سیما بحوث په خپل رپوټ کې وویل، یواځې 22 فیصده افغان مېرمنې په ورځ یا اوونۍ کې له خپلو کورونو بهر او له نیژدې خپلوانو پرته له نورو ښځو سره ناسته ولاړه کوي او 18 فیصده هیڅ له نورو ښځو سره نه ویني:

"زموږ په سروې ګانو کې 64 فیصده ښځو ویلي چې له کوره یواځې وځي په بشپړه توګه محسوسوي چې خوندي نه دي دا فیصدي په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې او کېدای شي له نوي قانون سره نوره زیاته شي. کله چې مو ترې وپوښتل ولې دوی د ناخوندیتوب احساس کوي، 70 فیصده ویلي یې سبب د واکمنو چارواکو ځورول بللي".

غونډې ته د جاپان، ګیانا، چین، ایکواډور، سویټزرلېنډ، کوریا، برتانیې، امریکې، مالټا، روس، ایران، هند، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، پاکستان او افغانستان ځانګړو استازو هم خبرې وکړې او ټولو تر ډېره د طالبانو پر وروستي اخلاقي قانون او د ښځو د ژوند پر محدودېدو اندېښنه ښکاره کړه او په کلکه یې د طالبانو له حکومته د دغه سخت دریځه قانون د منسوخېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې تازه رپوټونو او د هېوادونو د استازو څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو په اړه نړیوال رپوټونه رد کړي او د خپل وروستي اخلاقي قانون دفاع یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشر وویل په سلو کې 90 افغان مېرمنو او نجونو ورته ویلي، د دوی دماغي روغتیا خرابه یا ډیره خرابه ده، اکثر مېرمنې وایي د دوی دماغي صحت په هرو درو میاشتو کې پسې خرابېږي او 8 فیصدو ورته ویلي، لږ تر لږه یوه ښځه یا نجلۍ پېژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده:

"دا یواځې ښځې نه دي چې په دې ماحول کې ځورېږي، زموږ معلومات ښیې چې نارینه کله له ښځو سره یو ځای چېرې ځي نو کم دا محسوسوي چې خوندي دي".

د طالبانو د حکومت دا څلورم کال دی خو تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او د بشري حقونو په ځانګړې توګه پر ښځو د محدودیتونو له زیاتېدو سره یې له نړۍ سره فاصلې لا زیاتېږي، مشران یې له بندیزونو سره مخ دي او له افغانستان سره بهرنۍ مرستې هم کمېږي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ډېره اندېښنه ښکاره کړه چې وایي د 2024م کال لپاره له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه غبرګون پلان په ټاکل شوو درې اربه ډالرو کې تر اوسه یواځې 30 فیصده یعنې 900 میلینه ډالر تر لاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر استازې ومنله چې د طالبانو په واکمنۍ کې د وسلوالو شخړو له ختمېدو سره بېساری امن راغلی او مثبتې سولې ته یې فرصت برابر کړی دی، خو وایي پر دې برسېره نړیواله ټولنه له افغانستانه د ترهګرۍ د را څرګندېدو په اړه د واکمنو چارواکو له انکار سره سره "معقولې اندېښنې" لري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG