لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې چینایي وګړی وسله وال برید کې وژل شوی، داعش یې ذمه واري منلې


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکي وایي په تخار ولایت کې د چین یو وګړی د وسله والو په برید کې وژل شوی دی. وسله والې ډلې داعش ددې وژنې ذمه واري قبوله کړې ده.

په افغانستان کې د چینایي وګړي د وژنې دا پېښه په داسې مهال شوې چې د طالبانو حکومت دعوه کوي هیواد کې یې بشپړه امن پر ځای کړی اؤ د بیجنګ نه د پنګو ترلاسه کولو هڅې کوي.

د چین دغه وګړی د شورو یا چهارشنې په ورځ هغه مهال وژل شوی چې هغه د تاجکستان د پولې سره پيوست تخار ولایت کې په سفر روان ؤ.

د طالبانو د پولیسو وینا ده چې هغه د خپل سفر په اړه امنیتي چارواکو ته څه نه وؤ ویلي اؤ دا هم معلومه نه ده چې هغه دا سفر د څه مقصد لپاره کولو. د چین وګړي چې عموماً افغانستان کې دننه چرته سفر کوي نو امنیتي چارواکو یې بدرګه کوي.

د تخار د پولیسو ویاند محمد اکبر حقاني اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د چین وګړی د نهې په ماښام نامعلومه وسله واولو وژلی دی.

د وسله والو په فعالیتونو د نظر لرونکي ایس آي ټي اي له مخې،د داعش سیمه ییزې څانګې د چهارشنبې په شپه ناوخته د دې پېښې ذمه واري پغاړه اخستې ده.

ایس آي ټي اي ویلي، داعش یو بیان خپور کړی چې پکې ویل شوي وسله والو یې تخار کې په هغه ګاډي مرمۍ ورولي دي چې یو کمیونسټ چیني وګړی یې وړلو.

ایس آي ټي اي وایي تخار د افغانستان هغه ولایت دي چې تر دې وړاندې پکې په کال 2022م کې داعش ډله فعاله وه.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چیني وګړي د وژنې د تفصیلاتو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د چین وژل شوی وګړی د یو کاروبار مالک ؤ اؤ په افغانستان کې یې د کان کیندلو ټېکه درلوده.

کابل کې د چین سفارتخانې ددې پېښې په اړوند د اې ایف بي د تبصرې غوښتنې څه ځواب نه دی ویلی.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې په پراخه کچه د هغو قدرتي وسیلو د راویستلو هڅې کوي چې د تېرو دوؤ لسیزو د جګړو په مهال ورته ګوتې نه دي ور وړل شوې.

دغه قدرتي وسیلې که یو لوري ته د افغانستان د تباه شوي اقتصاد پخپلو پېښو د ودرولو لپاره زیات ارزښت لري نو بل لوري ته بهرنیو پانګوالو ته هم د ګټې وټې فرصتونه ورکوي.

په افغانستان کې د امنیت د خرابې وضعې باوجود چین د یو احتمالي پانګوال په توګه مخې ته راڅرګندېږي.

د سه سنبې په ورځ چینایي اؤ طالب چارواکي کابل کې د دواړو هیوادونو د سفارتي اړیکو د ۷۰مې کلیزې د نمانځلو لپاره راټول شوي وؤ.

په دغه موقعه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانګزي خپله وینا کې ویلي وؤ، هغه خپلو چینایي انډیوالانو ته باور ورکوي چې افغانستان کې امنیت پځای دی.

هغه زیاته کړې وه ، مونږ د چین تاجرانو اؤ پنګوالو ته بلنه ورکوؤ چې افغانستان ته راشي اؤ ښه ډاډه خپلې پانګونې وکړي.

په کال 2021م کې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو اؤ طالبانو بېرته اقتدار ته له ورستنېدو وروسته افغانستان کې د امینت وضعه یو څه ښه شوې ده خو د داعش سیمه ییزه څانګه پرله پسې په عامو وګړو، امنیتي ځواکونو، طالب چارواکو اؤ په دغه هیواد کې په موجودو خارجیانو بریدونه کوي.

په کال 2022م کې کابل کې په یو هوټل وسله والو برید کړی ؤ چې پکې د چین پینځه وګړي ژوبل شوي وؤ. ددغه برید ذمه واري هم داعش قبوله کړې وه.

(ددې رپورټ معلومات د اې ایف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG