لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي کیليفورنیا کې د اور په شدت کې د اضافې اندېښنه، د تېزې سیلۍ او بارانونو امکان ښودل شوی


د امریکا په کیليفورنیا ایالت کې د ځنګل د اور څخه اغېزمنو سیمو کې د چهارشنبې په ورځ د اور په شدت اؤ خورېدنه کې د لا نورې اضافې اندېښنې سیوا شوي دي ځکه چې په دغه ایالت کې سپورې اؤ تېزې سیلۍ را الوتلې دي.

د موسمیاتو د قامي ادارې په وړاندوینه یا پېشنګویۍ کې ویل شوي چې د لاس اینجلس په سیمه کې د زیارت یا جمعې تر ورځې د لګیدلي اور خطرناک صورتحال پځای پاتې کېدای شي.

په پیشنګویۍ کې ویل شوي چې د اور څخه اغېزمنو سیمو کې د خالي له ورځې باران راښکې کیدای شي اؤ د باران امکا د ۶۰ څخه تر ۸۰ؤ فیصدو ښودل شوی دی.

د موسمیاتو د ادارې وینا ده چې په زیاتره سیمو کې په مجموعي توګه د ۸ ملي میټره نه د زیات باران د ورښت امکان نشته.

کارپوهان وايي چې باران کولی شي د اور د خورېدو رفتار کم کړي، خو دا باران د نورو ستونزو هم لامل کیدای شي یو خطر دا دی چې د غرني سیمې له امله د باران اوبه ښکته لوري ته روانې شي، چې په نتیجه کې یې خاورین کمرونه رانړیدلی اؤ زیانونه اړولی شي.

په سیمه کې په پراخه کچه د ونو او بوټو سوځېدو له امله د خاورینو کمرونو د راخویدو امکان زیات شوی دی.

که چیرې باران وشي او اوبه د هغو سیمو لور ته ولاړې شي چې د ځنګل د اور له کبله یې سخت زیان لیدلی دی، نو دغه ملبې هم د اوبو سره ګډېږي. یو احتمال دا دی چې دغه ملبه کې زهرجن مواد شامل شي، چې دا کولی شي د ساحلي سیمو او سمندري ژوند ته زیان ورسوي.

د لاس اینجلس ښاروالې یا مئیرې، کیرن باس ویلي دي چې هغې یوه اجرایيه امر صادر کړی دی، چې هدف یې د باران په صورت کې د سوځېدلې زهرجنې ملبې د اوبو سره د ګډیدو مخنیوی کول دي، ترڅو ساحلي سیمې او سمندري اوبه له دې موادو څخه خوندي پاتې شي.

د دې هدف لپاره، کارکوونکي به زهرجن مواد د اوبو سره ګډېدو نه ساتي او د فاضله اوبو سیسټم ته د ملبې د رسیدو مخنیوي لپاره خنډونه جوړوي.

د جنورۍ په پیل کې د ځنګلي اورونو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۷ کسان وژل شوي او د سوځیدلو کورونو او ودانیو شمیر شاوخوا ۱۴,۰۰۰ ته رسېدلی دی.

(د دې راپور ځینې معلومات د اې پي خبري شبکې څخه اخیستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG