د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند چيرمېن بېرسټر ګوهرعلي خان وويل، د ګوند مشر عمران خان نن اعلان وکړو، چې د نن ورځې پورې یې ګوند حکومت ته د اووه ورځو وخت ورکړی وو، که د حکومت لخوا د کمېشن اعلان ونه شو، ځکه مشر یې عمران خان د مذاکراتو ختمولو اعلان وکړو.
د اډياله زندان نه بهر مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي وويل، دوی خواهش لرو چې مذاکرات وشي خو د حکومت لخوا کمېشن اعلان نه شو، ځکه دا مذاکرات نور په وړاندې نه شي تلی.
حکومت د پاکستان تحریک انصاف لخوا د مذاکراتو ختمېدو اعلان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی.
له دې وړاندې په 16مه جنورۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مذاکراتي کمېټۍ حکومتي مذاکراتي کمېټۍ ته په درېمه ليدنه کې په ليکلې بڼه خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي.
په غوښتنو کې د نهمې مې 2023م او تېر کال د 26م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه شوې او د پي ټي آی د بنديانو د خوشي کولو غوښتنه شوې ده.
هم په دغه ورځ ویل شوي، بېرسټر ګوهر د خېبرپښتونخوا صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور سره په ګډه د پوځ د مشر جنرل عاصم منير سره پېښور کې ليدلي وو.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د پاکستان تحريک انصاف ګوند بندي باني عمران خان د پوځ د مشر سره خبرو هرکلی کړی وو.
ويل شوي وو، اډياله زندان کې خبریالانو سره خبرو کې عمران خان ويلي وو، "بايد اسټبلشمنټ زمونږ سره خبرې وکړي، ما کله نه دي ویلي چې مذاکرات بند دي، ما تل د خبرو ويلي دي، د بل اړخ نه دروازې بندې وې، که خبرې پيل شوي وي نو د پاکستان د ثبات دپاره به وي".
عمران خان او ګوند یې تل د اسټبلشمنټ سره د خبرو کولو ويلي دي.
په 17مه جنورۍ اسلام اباد کې د احتساب عدالت د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د 190 ميلينه پاونډونو، القادر ټرسټ قضيه کې د 14 کالو بند او بشرا بي بي ته د اووه کالو بند سزاګانې اورولې وې.
تحريک انصاف ګوند ويلي وو، د دغو سزاګانو ضد به هايکورټ ته اپيل کوي.
Forum