لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منتخب صدر ټرمپ: د شام جګړه زموږ جګړه نه ده، امریکا باید پکې ښکېله نه شي


د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ په شام کې د وسلوالو او حکومتي ځواکونو تر منځ له روانو جګړو څخه لاتعلقي ظاهره کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید په دې شخړه کې لاسوهنه ونه کړي.

دهیئت تحریرالشام جهادي اتحاد په مشرۍ د شام د حکومت ضد باغیانو سرښار دمشق ته نیزدې د څو ښارونو له نیولو وروسته د شنبې- خالي په ورځ د دمشق د محاصره کولو خبر ورکړی دی.

د دغه اتحاد مشر حسن عبدالغني مشهور په ابو محمد الجولاني په ټیلیګرام باندې خپلو باغي جنګیالیو ته په وینا کې ویلي، "زموږ ځواکونو د سرښار دمش د محاصرې وروستی پړاو پیل کړی دی. دمشق تاسو ته په تمه دی".

خو د شام د دفاع وزارت له خپلو سیمو د حکومتي ځواکونو شاته تګ رد کړی دی. دغه وزارت په یو بیان کې ویلي، "هغه دعوې چې ګنې د دمشق په ټولو برخو کې زموږ وسلوال ځواکونو شاته تللي حقیقت نه لري".

ټرمپ د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ایکس په یوه تفصیلي پوسټ کې ویلي، چې شام یو ګډوډی دی او د امریکې ملګری نه دی او وایي امریکا باید له دې جګړې سره هیڅ کار ونه لري، ټرمپ لیکلي: "دا زموږ جګړه نه ده، کار پرې مه لرئ، مداخله مه پکې کوئ!".

د امریکې تلونکي صدر جوبایډن تر اوسه په شام کې د روانو شخړو په اړه څه نه دي ویلي، خو امریکا په شام کې امریکایي وګړو ته امر کړی چې زر تر زره له دې هېواده ووځي.

په شام کې د هیئت تحریر الشام ډلې د وسلوالو او د حکومتي ځواکونو تر منځ له یوې اوونۍ راهیسې نښتې دوام لري او رپوټونه وایي وسلوالو له حکومتي ځواکونو ګڼ شمېر سیمې نیولې دي او سرښار دمشق ته نیزدې شوي دي.

ډانلډ ټرمپ هم په خپل ایکس پوسټ کې ویلي، چې په شام کې مخالفو جنګیالیو په یوه بېساري اقدام کې په ډېرو منظمو بریدونو کې د ملک ګڼ ښارونه په بشپړه توګه نیولي دي او اوس د دمشق په څنډو کې دي. ټرمپ‌ وایي:

"داسې ښکاري چې [وسلوال] د بشارالاسد د لرې کولو لپاره ډېر لوی حرکت ته چمتووالی نیسي".

ځینو رسنیو له پرونه راهیسې خبرونه ورکول چې د شام صدر بشارالاسد له هېواده عربي خلیجي هېوادونو ته تښتېدلی دی، خو د شام رسنیو دا خبر نن رد کړ او ویې ویل چې هغه په دمشق کې په خپل دفتر کې دی.

ټرمپ د شام په جګړه کې د امریکې له نه ښکېلېدو سره سره ویلي، روس هم چې په کلونو کلونو یې د شام ملاتړ کړی خو اوس د هیئت تحریر الشام ډلې د وسلوالو مخه نه شي نیولای، ځکه چې وایي‌ دوی د اوکراین په جګړه کې دومره ښکېل دي چې تر 600,000 زیات پوځیان یې پکې وژل شوي دي.

"په شام کې د روس لپاره هیڅ ګټه نه وه، پرته له دې چې په حقیت کې له اوباما څخه ناپوه جوړ کړي".

د افغانستان لپاره د امریکې مخکیني استازی زلمي‌ خلیلزاد وایي، په شام کې چې صدر بشارالاسد په واک کې وي جګړه به دوام ولري، وایي همدا وخت دی چې صدر بشارالاسد له واکه لرې شي. خلیلزاد پر خپل ایکس لیکلي:

"امریکا دې ته اړتیا نه لري چې د شام په روانه جګړه کې ښکېل شي. موږ باید محتاط و اوسو او هلته په جګړه کې له برخې اخیستو پرته د خپلو پوځیانو د ساتنې لپاره ضروري ګامونه واخلو".

امریکا په شام کې د صدر بشارالاسد له حکومت سره رسمي سفارتي اړیکې نه لري، خو د داعش د ځپلو لپاره د کردانو په مشرۍ په شمال ختیځ کې د مېشته د شام د ډیموکرېټیک ځواکونو (ایس ډي ایف) ملاتړ کوي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلنکن د جمعې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په شام کې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د خارجه وزارت د بیان له مخې، بلینکن له خپل ترکي سیال سر په خبرو کې په ټول شام کې د لږکیو ډلو د غړو په ګډون د ملکي وګړو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی. په بیان کې ویل شوي:

"سیکرټري [بلینکن] د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له 2254 قرارداد سره سم د شخړې د سیاسي حل پر اړتیا خبرې وکړې".

امریکې، چین، روس،‌ عراق او اردن د جمعې په ورځ خپلو وګړو ته له شام څخه د وتلو امر کړی دی او پاکستان هم خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د حالاتو تر ښه کېدو پورې دې شام ته له غیرضروري سفره ډډه وکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG