لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جبري بې درکو نړیواله ورځ: په پښتونخوا او بلوچستان کې د حقونو تنظیمونه وایي 80,000 کسان جبري لادرکه دي


په پاکستان کې د جبري لادرکه خلکو په نړیواله ورځ په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن مخامخ د پاکستان له ریاسته غوښتي چې په "زور د بې درکۍ له ظالمانه عمل" څخه دې لاس واخلي.

په 30م اګست د پاکستان د بشري حقونو د تنظیم بیان په دوو صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالینو له هغو تورونو سره سمون خوري چې وايي د هېواد امنیتي ادارو په زرګونو خلک په زور بې درکه کړي دي.

د پاکستان پوځ یا حکومت په نننۍ ورځ د بشري حقونو د تنظیم غوښتنې ته په جواب کې څه ویلي نه دي خو د بې درکه خلکو لپاره جوړ حکومتي کمیشن وايي دوی ته د پښتونخوا او بلوچستان نه د 3,485 او 2,752 کسانو د بې درکۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.

دا شمېرې د بې درکه شوو خلکو د اواز اوچتولو د تنظیمونو تر شمېرو په څو کرته ټيټې دي، ځکه هغوی دعوه کوي چې په پاکستان کې د جبري بې درکۍ ځپلي خلک تر 80,000 پورې دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو مسله یوه تر ټولو سنګینه مسئله ګڼل کیږي ځکه چې د جبري بې درکۍ تورونه پر امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کیږي خو ادارې په تکرار سره دا تورونه ردوي.

په پښتونخوا کې د ورکو کسانو خپل خپلوان.
په پښتونخوا کې د ورکو کسانو خپل خپلوان.

د پاکستان د سر ښار اسلام اباد په ګډون په کراچۍ او ځینو نورو ښارونو کې هم احتجاجي مظاهرې شوې دي چې ګډونوالو یې په جبري توګه د خلکو لادرکه کول غندلي او له ریاستي ادارو یې د دوی د را خوشي کېدو او یا عدالتونو ته د وړاندې کېدو غوښتنې کړې دي.

ملګرو ملتونو نن د اګست پر 30مه د جبري ورکو خلکو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ایکس له نړۍ غوښتي چې د بې درکه خلکو د حقونو لپاره د هغوی له کورنیو سره ودریږي:

"جبري بې درکه کېدل د بشري حقونو یوه سنګینه سرغړونه ده چې پرله پسې د ترهې او ډار د خپرولو لپاره ترې کار اخیستل شوی دی".

د جرمونو نړیوال عدالت هم پر خپل ایکس لیکلي چې د خلکو جبري لادرکه کول د دې عدالت د بنیادي تړون له مخې د «روم قانون» په بنیاد د انسانیت خلاف جرم دی. وایي ای سي سي په دې اړه مقدمې چلوي او مقصد یې د دې جرم مخه نیول دي.

په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم مشر ماما عبدالقدير بلوڅ وي او اې ته په خبرو کې دعوه وکړه چې د دوی د تنظیم د راټولو شويو شمېرو په بنیاد له 2000م بیا د 2024م کال تر اګست میاشتې پورې تر اوسه شاوخوا 70,000 بلوڅان لادرکه کړل شوي دي.

ماما قدیر بلوڅ زياتوي چې په دې موده کې له دغو جبري لادرکه شويو کسانو څه باندې 20,000 یې په بېلابېل ډول وژل شوي هم دي، چې وایي د ځینو خراب شوي مړي‌ موندل شوي او ځینې په هدفي توګه وژل شوي دي.

په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم کېمپ.
په کوټه کې د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم کېمپ.

خو په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندلو سرکاري کميشن د ماما قدير له شمېرو سره اتفاق نه کوي او پر خپله وېبپاڼه يې ليکلي، د روان کال د جون تر 30مې نېټې دوی د څه باندې 10,285 لادرکه کسانو قضيې ثبت کړي چې د 8,015 کسانو قضيې يې هوارې کړي او 2,270لا اوس هم نه دي هوارې شوي.

د ورکو بلوڅانو لپاره له ږغ پورته کوونکي تنظیم سره سره د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال غړی عالمزېب خان مسيد هم په پښتونخوا کې د لادرکه شويو کسانو په اړه له تېرو پینځو کلونو راهیسې معلومات راټولوي.

مسید وایي تر اوسه یې د څه باندې 4,000 هغو پښتنو معلومات را ټول کړي دي چې په جبري توګه لادرکه شوي دي:

"دا معلومات زياتره د شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان، سوات او ځينو نورو سيمو دي، خو د خيبر پښتونخوا زياتره سيمو ته مو حکومتي چارواکي نه پرېږدي چې په دې اړه معلومات راغونډ کړو، خو زموږ له محتاطې اندازې سره سم په خيبر پښتونخوا کې شاوخوا 10,000پښتانه لادرکه دي."

په بلوچستان کې د جبري بې درکه خلکو او د بلوڅانو د حقونو لپاره د یو بل فعال تنظیم «بلوچ یکجهتي کمېټۍ» یوه مشره ډاکټر مهرنګ بلوچ وایي، په صوبه کې د جبري بې درکه خلکو د معلوماتو په را غونډولو باندې "تر ټولو زیات بندیز"دی.

ماهرنګ له وي او اې ډیوه سره په ځانګړې مرکه کې وویل،‌ فعالان یې په ښاري سیمو کې "د بندیزونو له کبله" د لادرکه خلکو معلومات نه شي را غونډولای په لرې پرتو سیمو کې خو امکان هم نه لري:

ډاکټر ماهرنګ بلوچ
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:03 0:00

"کورنۍ هیڅکله مخې ته نه راځي ځکه چې خلک یې تښتول شوي‌ دي، د دې تحریک [بلوچ یکجهتي کمېټۍ] په مهال چې موږ چېرې هم تللي‌ یو په جلسو کې مو داسې کورنۍ هم لیدلې چې کسان یې له پینځلس کلونو ورک وو خو ګاونډیان یې هم ترې خبر نه وو، دا ځکه چې دوی دومره په اذیت کړل شوي وو چې که مو خبره وکړه خواخوږی [ورک] به مو و وژنو".

په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک غېرسرکاري تنظيم ایچ آر سي پي د رياست نه غوښتنه کړې ده چې د جبري لا درکيو ظالمانه هلې ځلې ختمول دې باوري کړي او ورسره دا هم ومني چې دا کار د نړیوال قانون لاندې د انسانيت خلاف جرم دی.

د جبري لا درکيو د نړیوالې ورځې په مناسبت جاري کړي بيان کې د بشري حقونو کمېشن له حکومته د لا درکه کسانو د سملاسي خوشي کولو او عدالت ته له وړاندې کولو سره سره د جبري لادرکيو پرضد د قانون جوړولو او ددې د جرم ګرځولو غوښتنې کړي دي:

"د جبري بې درکه کسانو د پلټنو د کمیشن لپاره دې نوی مشر وټاکل شي او کمیشن باید په داسې ډول جوړ شي چې د اغېزمنو کورنیو اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي".

کمیشن غوښتنه کړې له ټولو هغو کسانو او ادارو سره دې حساب وشي چې له عدالته لرې وژنو او په بند کې جبري لادرکه او جبري تښتول شویو کسانو ته په اذیت ورکولو لاس لري.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې ده چې په اسلام اباد کې پوليسو د لا درکه تنانو د حقونو د غیرسرکاري تنظيم «ډیفېنس آف هيومن رایټس» تر سیوري لاندې را ټولو شوو لا درکه کسانو د خپلوانو احتجاجي کېمپ ويجاړ کړی او هغوی احتجاج ته نه دي پرېښودل شوي.

حکومت یا د اسلام آباد پولیسو په دې اړه تر اوسه څه غبرګون نه دی څرګند کړی خو د لا درکه کسانو د حقونو فعالان وايي دا د لا درکۍ د ستونځې په اړه د حکومت سنجيدګي په ګوته کوي.

په لادرکه کسانو کې د بېلا بېلو عمرونو او له بېلا بېلو مسلکونو سره تړلي خلک شامل دي. د دغو لادرکه کسانو خپلوان او د بشري حقونو فعالان د پاکستان پر امنيتي او استخباراتي ادارو د خلکو د تښتولو، جبري لادرکه کولو او وژلو تور پورې کوي خو هغوی دا تورونه په وار وار رد کړي دي.

په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ له اوږدې مودې راهیسې روانه ده او د لا درکه کسانو د حقونو لپاره د کارکوونکي تنظيم ډیفېنس آف هيومن رایټس مشره آمنه مسعود جنجوعه وايي که څه هم د لا درکه کسانو د مقدمو د څېړنو سرکاري کمېشن 10,000 کسان لا درکه بولي خو وایي دا شمېره تر دې ډېره زياته ده.

د پښتونخوا یوې مور د خپل جبري ورک زوی عکس په لاس کې نیولی.
د پښتونخوا یوې مور د خپل جبري ورک زوی عکس په لاس کې نیولی.

آمنه مسعود جنجوعه له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي، د پاکستان حکومت، خفيه ایجنسۍ او پوځ د لا درکه کسانو د مسئلې د هواري لپاره سياسي عزم نه لري ځکه چې وايي حکومت به له پينځو کلونو راهیسې د لا درکه کسانو کورنیو ته سړي سر پینځه ميلينه روپۍ تاوان ورکوي.

هغه وایي"ددې مسئلې په اړه د حکومت سنجيدګي دومره ده چې نن یې زموږ کېمپ هم ویجاړ کړو".

که څه هم په پاکستان کې دننه او بهر د بشري حقونو تنظيمونه په تکرار سره د دې هېواد په حکومت او امنیتي ادارو په جبري توګه د خلکو د لا درکه کولو د لړۍ ودرولو غږونه کوي او دا عمل د بشري حقونو ضد بلي خو دا مسئله لا تراوسه ناحل پاتې ده.

د بلوچستان د کورنو چارو وزرات وايي، د بې درکه شوو کسانو لپاره دمرکزي حکومت سرکاري کمیشن چې مشري یې د هایکورټ پخوانی مشر قاضيفضل الرحمن کوي، له 2011م کال راهیسې یې په ټوله صوبه کې 998 درخواستونه ترلاسه کړي چې په دې کې 441 کسان را خوشي شوي او د 351 بې درکه شوو کسانو د مقدمو اورېدنه روانه ده.

د وزارت په خبره یوې کمېټې د صوبايي حکومت په مرسته 1,644 بې درکه شوي کسان خپلو کورونو ته را رسيدلي دي او تر اوسه د 3,362 قضیو تایید نه دی شوی، خو د بې درکه شووکسانو تنظیم دغه رپورټ ردوي.

یادونه:- په رپوټ کې د ډیوه خبریالانو ارشد حسېن، حفیظ الله شېراني او حمید سمسور مرسته کړې او ځینې معلومات له وي او اې اشنا او مشال رېډیو اخیستل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG