لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچ یکجهتي کمېټۍ وایي ګوادر ته په روانه قافله یې ډزې شوې، وزیراعلی وایي بي ایل اې یې پر غونډه برید کوي


بلوچ یکجهتي کمېټۍ وایي په ساحلي ښار ګوادر کې د سبانۍ لویې غونډې «بلوچ راجي مچي» لپاره یې قافلې د کوټې په ګډون د صوبې له نورو سیمو روانې شوې دي خو وایي امنیتي ادارې ورته خنډونه جوړوي او پر یوه قافله یې ډزې شوې دي.

دې تنظیم پر خپل ایکس په یو پوسټ کې دعوه کړې چې له کوټې څخه په روانه قافله باندې یې په مستونګ سیمه کې ملېشه ځواکونو ډزې کړې دي، چې وایي څلور تنه پکې ټپیان شوي دي. ملېشه ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د بلوچستان حکومت ویاند دا پېښه رد کړې ده.

د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي د جمعې په ورځ د اسمبلۍ غونډې ته ویلي، هر چاته د پرامنه احتجاج او غونډې حق ورکوي، خو وایي چاته به د لارو بندولو اجازه ور نه کړي.

د احتجاج کوونکو په وینا په مستونګ سیمه کې د د دوی پر قافله هغه مهال ډزې شوې، چې سلګونه بلوڅانو د قافلې په بڼه له کوټې ښاره ساحلي ښار ګوادر ته پر لار وو.

د لاريون یو شریک مشر بيبرګ بلوڅ بیا پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې ويډيو کې ويلي، پر قافله باندې يې په مستونګ کې د امنيتي ځواکونو له لوري ډزې شوې او 14 لاريون کوونکي ژوبل شوي دي:

"د لارې په اوږدو کې په وار وار د درولو هڅې شوې، مظاهره چيان په ډنډو وهل شوي، مېرمنې ډبول شوې او اوښکې بهوونکی ګېس استعمال شوی، کله چې موږ د مستونګ نواب هوټل سیمې ته ورسېدو، نو ملېشه ځواکونو پر موږ مخامخ ډزې وکړې، چې په نتيجه کې څوارلس مظاهره چيان ژوبل شوي دي".

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماه رنګ بلوچ په یوه ږغیز پیغام کې- چې د کمېټۍ پر ایکس خپور شوی- دعوه کړې چې امنیتي ادارو یې په ټولو سیمو کې کاروانونه را ګرځولي، وایي اوښکې بهوونکی ګېس پرې غورځول شوی او په مستونګ کې په ډزو کې د ټپي دوو کسانو حالت نازک دی.

ماه رنګ بلوڅ له ټولو خلکو غوښتنه کړې ده چې په کومو ځایونو کې امنیتي ادارې د دوی د قافلو مخه نیسي هملته دې لارې بندې کړي او احتجاجي پرلت دې پیل کړي. هغې د بشري حقونو له ادارو غوښتنه کړې ده چې د بلوڅانو د پرامنه غونډې او احتجاج لپاره دې ږغ پورته کړي.

ټپیان د مستونګ غوث بخش رییساني روغتون ته وړ‎ل شوي دي. د روغتون په یوہ خپارہ شوي لیسټ کې د 11 ټپیانو نومونه لیکل شوي. روغتون او د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرانو دا خبره د وي او اې اردو خبریال مرتضی زهري ته تایید کړې ده.

د کمېټۍ غړ‎ي د 14 تنو احتجاج کونکو د ټپي کیدو دعوہ کوي او وایي پینځه سخت ټپیان یې د کوټې سیول روغتون ته لېږ‎دولي دي.

بلوچ یکجهتي کمېټۍ دا دعوه هم کوي چې د مستونګ په ګډون یې پر نورو لارو ګڼ شمېر کسان نیول شوي او په هغو ځایونو کې د موبایل نیټورک غیرفعاله کړل شوی دی. پولیسو او نورو امنیتي ادارو لا دا دعوې نه دي تایید کړې.

وزیراعلی سرفراز بګټي ویلي بلوچ یکجهتي کمېټۍ ته یې د مذاکراتو بلنه ورکړې ده او وایي که هغوی غواړي خامخا لویه غونډه «بلوچ مچي» وکړي نو باید په مرکز کوټه کې یې وکړي خو وایي ګوادر یې ځکه انتخاب کړی چې حکومت د سیپېک د دویم پړاو لپاره د چین له حکومت سره یو ماحول جوړ کړی دی هغه ناکامه کول غواړي.

سرفراز بګټي وویل، دوی د امنیتي اندېښنو له کبله هم په ګوادر کې د لویې غونډې اجازه نه ورکوي، ځکه چې وایي "موږ ته استخباراتي رپوټونه را رسېدلي چې سنجیده ګواښونه دي هغه دا چې بي ایل اې خپله په دې مچي [لویه غونډه] کې چاودنه کول غواړي".

د مستونګ د پېښې په اړه د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند بيا وايي، پر مظاهره چيانو د ډزو خبر ناسم او له حقيقته لرې دی. د صوبې امنيتي حالت په لوی لاس د خرابېدلو هڅې کېږي. وایي حکومت پخوا هم بلوڅ يکجهتي کمېټۍ ته د خبرو اترو بلنه ورکړې او اوس بيا د خبرو مېز ته د کښېنستلو بلنه ورکوي.

بېبرګ بلوڅ زياتوي، چې د مشکلاتو او رکاوټونو سربېره به هم خپل منزل ګوادر ته ځانونه رسوي.

د بلوڅ لاريون کوونکو پر قافلو د بريد او ډزو پرضد د سياسي او ملتپالو ګوندونو له لوري سخت غبرګونونه مخې ته راغلي دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند پخوانی اعلی وزير ډاکټرعبدالمالک بلوڅ وايي، د پرامنه مظاهره چيانو پر قافله ډزې کول د بشري حقونو سرغړونه ده:

"په بلوچستان کې د سياسي حکومت هيڅ نخښې نه شته. ولس دښمنه خلکو ته په زور واک ورکړل شوی دی. د پاکستان مرکزي حکومت بايد د صوبې امنیتي ځواکونو تر امر وکړي، چې پر لويو لارو تلونکي مظاهره چيانو ته دې په لاره کې خنډ نه جوړوي".

په ګوادر کې د بلوڅ يووالي يا يکجهتي کمېټۍ له خوا رابلل شوې احتجاجي غونډې مشري د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکې ماه رنګ بلوڅ کوي. نوموړې وايي، هدف يې د هغو ستونځو لپاره ږغ پورته کول دی، چې ورباندي سياسي ګوندونه پټه خوله دي:

"د داسې پر امنه لاريونونو هدف بلوڅ ولس ته يو پلېټ فارم ورکول دی، چې سياسي ګوندونه يې په ورکولو کې ناکامه دي، د بلوڅ راجي مچي [لویې غونډې] مقصد ټول بلوڅان يو موټي کول دي، چې د بلوڅ نسل کشۍ پرضد خپل ږغ پورته کړي، او په بلوچستان کې د انسانانو د جبري بې درکه کولو پر ضد راپورته شي".

د بلوڅ يکجهتي کمېټۍ پر لاريون د ‌‌ډزو پر ضد د صوبې د نورو سيمو ترڅنګ د کوټې په سرياب سيمه کې هم مظاهره چيان سړکونو ته راوتلي او احتجاج يې پيل کړی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG