د چین هوایي ځواک په لومړي ځل د چین د جنوبي سمندر پر یوه هوایي ډګر یوه د لرې واټن ویشتونکې جنګي الوتکه کوزه کړې ده او خپل جنګي تمرینونه یې پیل کړي دي.
د چین سرکاري ورځپاڼې د خبر له مخې د چین هوایي ځواکونو په جنوبي بحیره کې د ګڼو ایچ-۶کې الوتکو د الوزولو او کوزولو تمرینونه پیل کړي دي او په سمندر کې یې ځینې مصنوعي بریدونه هم کړي دي.
چین په خپل جنوبي سمندر کې د ځینو ټاپوګانو، د مرجانو پر کاڼو او د اوبو پر ډنډونو له خپلو کوچنیو ګاونډیانو سره مخالفتونه لري، چې د نړیوال تجارت، ماهي ګیرۍ، تېلو او ګېسو لپاره مهم ګڼل کېږي.
د چین د دفاع وزارت له خوا د جمعې په ورځ خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه تمرینونه د جنوبي بحیر د ټاپو پر یوه څنډه تر سره شوي، خو دا نه دي ویل شوي چې دغه تمرینونه څه مهال او په کوم ځای کې تر سره شوي دي.
د چین یو پوځي کارپوه وانګ منګلیانګ وایي د الوتکو د الوزولو او کوزولو دغه تمرینونه به د چین له هوایي ځواک سره د هر ډول سمندري خطرونو په وړاندې په جګړې کې مرسته وکړي.
امریکا او ځینو نور هېوادونه پر بېجنګ تور لګوي چې وایي د خپلو دعوو د پیاوړي کولو لپاره د جنګي تمرینونو په تر سره کولو په سیمه کې ناارامي پیدا کوي.
د امریکې د پوځي ځواکونو د ادارې پېسیفیک کمانډ نوی مشر ایډم فل ډېویډسن د امریکې کانګرس ته په خپل وروستي لیک کې لیکلي چې چین پر خپله جنوبي بحیره باندې د کنټرول لوړې درجې ته رسېدلی دی:
"د چین له جنوبي سمندر څخه په سیمه کې د امریکې د موجودګۍ د چېلنجولو لپاره کار اخیستل کېدای شي او د جنوبي چین د بحیرې د هر دعویدار هېواد ځواکونه که پر دې ټاپو ځای پر ځای شي په اسانه ځپل کېدای شي".
په واشنګټن کې د اېشیا سمندر د شفافیت ادارې (اې ایم ټي ای) د چین د ټولنیزو رسنیو د پوسټونو په بنیاد د دغو تمرینونو سیمه د ووډي په نوم لرګین ټاپو ښوولی، چې په پاریسیل ټاپوګانو کې د چین تر ټولو لویه اډه ده.
دغه اداره وایي ای- ۶کې جنګي الوتکه به دا ظرفیت ولري چې له دې ووډي یا لرګین ټاپو څخه د تقریباً ۱۹۰۰ سمندري مایلونو (۳۵۰۰ کیلومیټره) په فاصله ټوله جنوب ختیځه اېشیا تر هدف لاندې راولي.