پاکستاني کرکټ لوبغاړي دې په لوبه کې سمارټ ګهړۍ نه په لاسوي، ايي سي سي

د کرکټ نړیوال کونسل پاکستانيو لوبغاړو ته لارښوونه کړې چې د لوبې په مهال سمارټ ګهړۍ نه په لاسوي. ايي سي سي د پاکستان لوبغاړو ته د انګلېنډ سره د ټيسټ لوبې په مهال د ګهړو نه په لاس کولو لارښوونه کړې ده.

د ايي سي سي د غبن د مخنيوي ډلې د لارډز په لوبغالي کې د لوبې وروستو د لوبغاړو سره ليدلي او د ګهړۍ نه په لاس کولو خبرتيا يې ورته ورکړې ده.

سمارټ ګهړۍ د موبايل فون په څېر په ليکلي بڼه او په غږ کې پېغام لېږلی شي.

رويټرز د پاکستاني لوبغاړي حسن علي له قوله ویلي دغه لارښوونه ورته ځکه شوې چې د مېچ فکسنګ د تورونه څخه بچ پاتې شي.

حسن علي ویلي، "زه نه يم خبر چې ګهړۍ چا په لاس کړې وه خو اؤ، د ايي سي سي د غبن د مخنيوي چارواکي راغلي مونږ ته يې ويلي چې د ګهړۍ اجازت نشته".

هغه ويلي دوي به بيا داسې نه کوي.

ايي سي سي لوبغاړو ته دا اجازه نه ورکوي چې لوبغالي ته د ځان سره داسې کومه اله يوسي چې رابطه پرې کولی شي.

د پاکستان دوه لوبغاړي د لارډز په لوبغالي کې ښکاره کړی شوي چې ګهړۍ يې په لاس وې، خو دا نه ده مالومه شوې چې د موبايلو سره يې رابطه وه که نه وه.

په کال ۲۰۱۰م کې د پاکستان درېو لوبغاړو سلمان بټ، محمد اصف او محمد عامر د انګلېنډ پرضد لوبه کې نو بالونه ویشتي، او د سپاټ فکسنګ په ککړتيا مالومېدو دوي به زندان کې اچول شوي او د لوبې نه پرې بندېز لګول شوی وو.