پاکستان کې به داختر په موقعه په هندي فلمونو بندیز وي

دپاکستان حکومت سږکال پاکستاني فلمونو ته د مارکیټ برابرؤلو په موخه د وړوکي اؤ غټ اختر په موقعو پخپلو سینیماګانو دهندي فلمونو نندارې ته په وړاندې کولو بندیز لګولی دی.

په پاکستان کې د خواوشا دوؤ لسیزو راهسې فلمي صنعت د سخت زوال سره مخ دی اؤ حکومت په بیلابیلو وختونو کې ددغه غورځیدلي فلمي صنعت د بیا راپورته کولو دپاره یو شمیر وعدې اؤ اقدامات اعلان کړي خو د هغې باوجود دپاکستان فلم لا پخپلو پښو ولاړ نه دی.

دپاکستان د اطلاعاتو اؤ کلتور وزارت پخپله یوه تازه اعلامیه کې ویلي چې د کوچني اؤ ستر اختر په موقو به هندي فلمونو ته دپاکستان په سینیماګانو نندارې ته د وړاندې کیدلو اجازه نه وي .

خو په هندي فلمونو دا بندیز به دائمي نه بلکې د څو ورځو دپاره وي.

اعلامیه کې په واضحه کړل شوې چې د اختر نه دوه ورځې وړاندې به په هندي فلمونو بندیز لګي چې له اختر وروسته به تر دوؤ اوونیو دغه بندیز دوامداره وي .

ټاکل شوې ده دا ځل په کوچني اختر پاکستان کې دوه هندي فلمونه دسلمان خان “رئیس ۳ “اؤ د اییشوریا رایی “فیني خان “په سینیماګانو نندارې ته وړاندې کیدل چې اوس به دغه فلمونو ته انتظار کوونکي نشي کولی دا فلمونه په ستره پرده وګوري،

له دې وړاندې تیرکال د جون په میاشت کې دپاکستان وزیراعظم اعلان کړی ؤ چې پاکستاني فلمونو ته د ودې ورکولو دپاره به هیواد کې دفلم خپریدو یو ملي کمیشن اؤ دفلمي یا هنري زده کړو یوه ملي اکیدمي یا انسټیټیوټ هم جوړولی اؤ دغو ادارو ته به ټولې عصري ټکنیکي اسانۍ ورکوي.

خو تر دې مهاله دغه اعلانات نه دي عملي شوي؟

پاکستان کې اوس فلمي صنعت په کوم مقام دی؟

په پاکستان کې دا مهال فلمي صعنت دومره کمزوری شوی اؤ ځپل شوی چې د یو کال په موده کې په دغه هیواد کې عموماً د ۱۵ؤ نه زیات فلمونه نه جوړیږي چې په دغو فلمونو کې هم لویې شمیر د پښتو فلمونو وي.

خو څیړونکي ددغه فلمونو په معیار هم سخت ټکونه کوي اؤ وایي چې د ټوپکو، دښمنۍ، نشو ، تماشو اؤ بې حیایۍ نه سیوا پکې نوي کهول ته هیڅ نه ښودل کیږي.

دامهال پاکستان کې زیاتره په سینیماګانو دهندوستان فلمونه ښودل کیږي اؤ خلک یې خوښوي هم .

دپاکستان د ګاوندي هیواد هندوستان فلمونه په ټوله نړۍ کې دومره پرمخ تللي چې د راپورونو له مخې په کال ۲۰۱۶م کې د عامر خان جوړ شوي فلم “دنګل” خواوشا دوه سوه ارباه روپۍ ګټه کړې ده

په پاکستان کې دفلمونو غورځیدلی معیار اؤ فلم ته دحکومت دپام نشتوالی ددې سبب شوی چې په دغه هیواد کې سینیماګانې ډیرې په چټکتیا سره د ختمیدو په لوري روانې دي.

یو وخت چې په ټول پاکستان کې خواوشا۸۵۰ سینیماګانې فعاله وي اوس ددغو سینیماګانو شمیره یوازې ۹۰ ته راکوزه شوې ده.

څیړونکي‌ څه وایي ؟

دپښتو فلمونو ستوری شاهدخان وایي چې که د حکومت له لوري فلمي صنعت ته پاملرنه ونه شوه نو دا پاتې سینیماګانې به هم ډیرې زر په کاروباري پلازو، د ودونو په هالونو اؤ مارکیتونو بدلې شي.

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې هغه ویلي دا وخت دپاکستان فلمي صنعت ته اډاڼه یوازې پښتو فلمونو ورکړې ده ځکه چې په کال کې اته یا لس پښتو فلمونه جوړیږي .

شاهد خان دعوه لري چې دپښتو فلم خلک خوښوي خو دهغه ددعوې برعکس په خیبرپښتونخوا صوبه کې هم سینیماګانې دختمیدو لوري ته روانې دي.

خیبرپښتونخوا پښتو فلم ترټولو ستر مارکیټ دی اؤ ددغه صوبې یوازې په پیښور ښار کې ۱۵ سینیماګانې ابادې وې چې اوس یې شمیر اووه پاتې شوی دی.

جمال شاه چې دپاکستاني ډرامو یو وتلی ستوری اؤ هدایتکار دی وائس اف امریکه ډیوه ته یې ویلي فلم د پیغام رسولو یوه موثره ذریعه ده.

هغه وایي دفلم له لارې د یو قام پیژندګلي ، دهیواد د ودې کارونه اؤ دسولې مکالمه ډیره په جامع توګه پرمختګ کولی شي.

نوموړی وایي فلم د ساعت تیري د ذریعې ترڅنګ خلکو ته پوهاوی هم ورکوي.

خو په پاکستان کې بیا عموماً په فلمي موضوعاتو نقادان کلکې نیوکې کوي چې یا خو د زیاترو فلمونو کیسې د هندوستان او هولي ووډ د فلمونو نه راخستل شوي وي یا هم پکې یوازې د دښمنو،تربګنو،نشو اؤ د بدن ښودنې پرچار کیږي چې دا هرڅه د لوستې، پوهه اؤ‌ سنجیده طبقې پام ځانته نه شي راګرځول