په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات به د جولای په ۲۵مه نېټه کېږي

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی چې په هېواد کې د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره راتلونکې عامې ټاکنې به د جولای په ۲۵مه نېټه کېږي.

دا اعلان په داسې وخت کې شوی چې په پاکستان کې د حکومت وروستۍ اوونۍ ده او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۳۱مه نېټه د دې هېواد مرکزي او صوبایي پارلمانونه ختم او لنډمهالی حکومت جوړ شي.

د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن ویاند الطاف خان رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د انتخاباتو لپاره دغه نېټه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تایید کړې ده:

"ولسمشر ته موږ دا وړاندیز کړی وو، چې د جولای له ۲۵مې تر ۲۷مې یوه نېټه د انتخاباتو لپاره غوره کړي او هغه د جولای ۲۵مه وټاکله".

د پاکستان د ولسمشر د دفتر یوه لوړپوړي چارواکي دا منلې چې ولسمشر ممنون حسېن د انتخاباتو مسوده لاسلیک کړې چې دا نېټه پکې تایید شوې ده.

د راتلونکو انتخاباتو د څارنې لپاره تر اوسه د لنډمهالي حکومت د وزیراعظمۍ او د څلور واړو صوبو د وزیراعلی د څوکۍ لپاره څوک نه دي ټاکل شوي.