ایف سي ار ختم،صدر ممنون فاټا دپاره لنډ مهاله انتظامي امر لاسلیک کړو

دپاکستان دپارلیمان څخه دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو دقانوني مسودې منظوریدو وروسته صدر ممنون حسین دقبائیلي سیمو دپاره په لنډ مهاله انتظامي امر لاسلیک کړی دی.

ددغه لنډ مهاله انتظامیي امر په اساس به دقبائیلي سیمو چارې تر هغې پرمخ وړل کیږي ترڅو چې مرکز اؤ خیبر پښتونخوا صوبه په بشپړ ډول په دغو سیمو کې د نظام چلولو دپاره د انتظاماتو جوګه شوي نه وي.

په انتظامیي امر د صدرممنون حسین لخوا د لاسلیک کیدلو سره سم قبائیلي اولس د ایف سي ار قانون څخه خلاصی موندلی دی.

وتلي خبریال سلیم صافي وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي د صدر د لاسلیک نه وروسته که هر څو قبائیلي سیمې د مرکز د انتظام لاندې نه پاتې کیږي اؤ چارې به یې دخیبر پښتونخوا څخه فیصله کیږي خو ترڅو چې په دغو سیمو کې د قوانینو پځایې کولو بشپړ نظام نه وي جوړ کړل شوی ترهغې به دفاټا ټولې چارې ددې لندمهاله انتظامي امر لاندې پرمخ بیول کیږي.

ښاغلي صافي وویل د صدر لخوا په لاسلیک کړل شوي لنډ مهاله انتظامیي‌ امر حکومتي اؤ مخالفو ګوندونو د وړاندې نه اتفاق کړی ؤ اؤ له دې پرته حکومت سره بله لار هم نشته چې په سمدستي ډول پرې دفاټا انتظام سمبال کړي.

هغه وویل اوس چې قبائیلي سیمې دصوبې سره یو شوي نو هلته به د نورې صوبې په څیر د محکمو لمنې هم غځول وي، ججان به هم ورته لیږل وي، پولیس تاڼې به هم جوړؤل وي اؤ دغه هرڅه به وخت نیسي .

هغه وویل تر څو چې سول ججانو په قبائیلي سیمو کې کار نه وي پیل کړی تر هغې به دغه ذمه وارۍ دپولټیکلۍ افسران سرته رسوي، خو اوس به دپولټیکلۍ ددغو افسرانو فیصلې په باقاعده ډول د هیواد په نورو محکمو کې چیلنج کیدلی شي.

هغه وویل په لند مهاله انتظامي‌ امر کې دا خبره هم شامل ده چې تر څو پولیس قبائیلي سیمو ته نه وي لیږل شوي نو هلته به د وړاندې نه فعاله سیمه ییز ځواکونه خپلو ذمه واریو ته دوام ورکړي.

د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړې شهاب الدین خان ډیوه ته ویلي لنډ مهاله انتظامي امر د یو کال مودې لپاره په ځای کړل شوی او څنګه چې په خېبر پښتون خوا کې په راتلونکو ټاکنو کې د صوبې نوی حکومت جوړ شي نو اسمبلي به د قانون سازۍ دلارې دغه امرختم کړي

قانون پوهه اعجاز مومند وايي چې په نوي لنډ مهاله قانون کې پولیټکل ایجنټ ته د ډپټي کمشنر نوم ورکړی شوی دی. او ورته هغه ټول اختیارات ورسپارل شوي دي کوم چې د اېف سي ار د لاندې یو پولیټیکل اېجنټ ته حاصل وو.

اعجاز مومند وايی چې که د فاټا په خېبر پښتون خوا کې د ورګډؤلو قانون صدر لاس لیک کړي هم، نو دا به تر هغې پورې عملي کېږي نه ترڅو چې د صوبې اسمبلۍ دغه عارضي قانون ختم نه کړي.