پاکستان له ترکیې جنګي هیلي کاپټرونه اخیستي

پاکستان له څه مودې راهيسې د خپلو ای ايچ کوبرا (AH Cobra) زړو هيلي کاپټرو یا الوتکو پر ځای د نوو اخيستو کوښښ کاوه. په ترکيې کې واکمن ګوند تاييد کړې چې اسلام اباد له دوی ۳۰ هيلي کاپټرې اخيستې دي.

مطبوعاتي رپوټونه ترمخه دا ګن شپ يا جنګي هيلي کاپټرونه دي. دا د ترکيې او پاکستان ترمنځ د دواړه ملکونو په تاريخ کې د وسلو تر ټولو لویه سودا ده.

مطبوعاتي رپوټونه وايی دا د چين لپاره د بايلات په مانا ده ځکه چې چين غوښتل پاکستان خپل زاړه هيلي کاپټرونه په چينايي Z-10 هيلي کاپټرونو سره نوي کړي. پاکستان درې دغه هيلي کاپټرونه د هوايي مشقونو لپاره اخيستي وو خو د چانغی ايرکرافټ انډسټريز کارپوريشن په نامه کمپنۍ له خوا جوړيدونکي دا هيلي کپټرونه په بهر کې نور چا نه دې اخيستي.

د ترکي هيلي کاپټرونه T129 د يورو کاپټر ټايګر او امريکې اپاچي AH-64 هيلي کاپټرونو سره سيال دي. د ترکي دا هيلي کاپټرونه د ايټلي د A129 مانګوستا نومي هيلي کاپټرو په شان دي. يوازې څه شيان یې بدل او بهتره دي.

په نوي اليکټرونيکي سيسټم سمبال، اينجنونه یا ماشینونه لري چې په ترکيې کې جوړ شوي او په امريکا کې لا نور پرمختګ ورکړای شوی دی. همداراز دا هيلي کاپټرونه د بېلابېلو وسله وړلو صلاحيت لري. په دې وسلو کې د ټينکونو ضد ترکي ميزايل شامل دي.