د امريکا خارجه سېکتر د جنرال باجوه سره د "ښه" او "بد" طالبانو پر ضد بې د توپيره د عملياتو په اړه خبرې کړي

د امريکا د خارجه سېکتر مايک پومپيو د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په سيمه کې د ټولو ترهګرو او تندلارو ډلو د هدف جوړولو په اړوند خبرې کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي پومپيو د چهارشنبې، شورو په ورځ د جنرال باجوه سره د امريکا او پاکستان د دوه اړخيزه اړیکو او افغانستان کې د سياسي جوړ جاړي په اړه خبرې اترې کړي دي.

وزارت ويلي په دغو خبرو کې پومپيو د پاکستان د پوځ مشرسره په سيمه کې د ټولو تندلارو او ترهګرو ډلو پرضد بې د توپېره هدف کولو په ارزښت هم غږېدلی دی.

په پاکستان تورونه لګي چې په طالبانو کې "ښه" او "بد" کوي، ويل کيږي د پاکستان دپاره "ښه" هغه طالبان دي چې په افغانستان کې ترهګري کوي او "بد" هغه دي چې په پاکستان کې بدامني جوړوي.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې افغان طالبان او د حقاني شبکې ترهګر ساتلي څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال د اګست په مياشت کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند د امريکا د تګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان سختې نيوکې کړې چې په خپله خاوره يې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

نوموړي د روان کال په لومړۍ نېټه هم په يو ټويټ کې ويلي ؤ چې پاکستان د امریکا نه ۳۳ اربه ډالره اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او تګي يې کړې ده.

له دغې وروستو د دواړو هېوادنو اړيکې ترينګلي دي.

پاکستان تل دا دريځ تکراروي چې په خپله خاوره يې د ضرب عضب په عملياتو کې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

د دوشنبې، ګل په ورځ د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور يو ځل بيا دغه دريځ تکرار کړی او ويلي يې ؤ د پاکستان او امريکا اړيکې تاؤژنې دي خو د دغو اړيکو ښه کېدو دپاره په حکومتي او پوځي کچه خبرې روانې دي.

ښاغلي غفور دا هم ويلي تر ټولو زیات پاکستان دا غواړي چې امريکا د افغانستان نه د ګټې په صورت کې ووځي او باثباته افغانستان پرېږدي.