یوه فرانسوي د مکې د مسجد الحرام له بام نه په را غورځېدو ځانوژنه کړې

د سعودي عرب په مکه ښار کې د اسلام په یوه سپېڅلي مقام کې یوه بهرني کس د مسلمانانو د طواف په ځای کې ځانوژنه کړې ده.

د سعودي سرکاري خبري ایجنسۍ د یوه پولیس چارواکي له خوا خولې وایي چې دغه تن د فرانس اوسېدونکی او د زیارت- پنجشنبې په ماخوستن یې د مسجد الحرام له بامه ځان را غورځولی او ځانوژنه یې کړې ده:

"په مکه مکرمه کې یوه بهرني کس د مسجد الحرام له بامه لاندې را وغورځاوه او هملته ځای پر ځای مړ شو".

مخکې داسې ګنګوسې هم وې چې دغه شپږویشت کلن کس پاکستانی دی، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د فرانس اوسېدونکی او په وروستیو کلونو کې مسلمان شوی دی.

د فرانس د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړی دی او اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته یې ویلي چې دغه مړ شوی کس د فرانس اوسېدونکی دی خو د هغه د ځانوژنې د سبب په اړه یې نور تفصیلات نه دي ورکړي.

سعودي پولیس چارواکي وایي د دې کس مړی یې روغتون ته وړی او پوسټ مارټم یې کړی، خو وایي د هغه د ځانوژنې د سبب معلومولو په اړه یې پلټنې روانې دي، ځکه چې وایي له درېیم منزله ځان را غورځولی چې هلته حفاظتي تارونه هم لګېدلي وو.

د یادونې وړ ده چې په مسجد الحرام کې پخوا هم ځینو کسانو ځانوژنې کړې دي. تېر کال هم یوه سعودي وګړي د کعبې مخ ته د ځان سوځولو هڅه وکړه، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

د سعودي مکه او مدینه د اسلام سپېڅلي ځایونه ګڼل کېږي چې هر کال په میلینونو مسلمانان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د حج او عمرې د مراسمو تر سره کېدو ته ورځي.