افغانستان کې سوله څنګه ټېنګیدلی شي؟ اشرف غني سره دجنرال باجوه مهمې خبرې

دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې د افغانستان د ولسمشر ښاغلي اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره یې دترهګرۍ په ضد په ګډه مبارزه دخپل منځي تاؤ تریخوالي په کمولو اؤ دافغانستان اؤ پاکستان د سولې اؤ یو والي دعمل په پلان خبرې اترې کړي دي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ لخوا دجاري شوي بیان له مخې په دغه کتنه کې د دواړه هېوادونو پلاویو، "د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان" د تطبیق، له تروریزم سره د مبارزې، د تاوتریخوالي د کموالي او د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دافغان ولسمشر ویاند ښاغلي شاه حسین مرتضوي دافغانستان بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې دپاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ولسمشر اشرف غني سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

ښاغلي مرتضوي وایي دواړه مشران دترهګرۍ په ضد دهمکارۍ په سیوا کیدلو غږیدلي اؤ په هاغو ټولو امکاناتو یې خبرې کړي چې سیمه په ځانګړي ډول افغانستان کې پرې سوله اؤ ثبات ټېنګیدلی شي.

د ولسمشر ویاند ویلي په نزدې ورځو کې چې د دواړو هیوادونو هئېیتونو ترمینځ د پاکستان اؤ افغانستان د سولې اؤ یووالي د عمل په پلان کومې خبرې کړې وې ، دې لیدنه کې دغه خبرې نورې هم پرمخ وړل شوي دي .

دافغانستان طلوع ټيلي ويژن دسرچینو له قوله ویلي په دغه لیدنه کې د استخباراتي همکاریو په سیوا کولو اؤ د ډیورنډ د کرښې دواړو غاړو ته د یو بل لخوا د ترهګرۍ په ضد داخستل کیدونکو ګامونو څارلو موافقه شوې ده.

دچین خبري اژانس سینهوا تیره ورځ دعوه کړې وه چې افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه کړې ده چې په کابل او اسلام آباد کې ارتباطي افسران ځای پر ځای کړي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې همغږي کوونکي مرکزونه جوړ کړي

دپاکستان پوځي ویاند ویلي جنرال باجوه کابل ته خپل دا سفر دافغان ولسمشر اشرف غني په ځانګړې بلنه کړی دی.

دپوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور دسه شنبې په ورځ کابل ته دپاکستان دپوځ د سرلښکر د سفر په اړوند په پښتو ژبه ټوئټ کړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان هیله لري چې افغانستان،امریکا یا ناټو دافغان امن دپاره کومې هڅې پیل کړي دي هغه باید په بریالیتوب تمامې شوي.

له دې وړاندې د اتوار ـ په ورځ افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ چې د پاکستان سره یې د همکاریو په برخه کې پرمختګ یوازې د پاڼې پر مخ شوی دی.

صدر غني، د شانګهای د همکاریو د سازمان په سرمشریزه غونډه کې وویل چې د پاکستان سره د افغانستان د دوه اړخیزو خبرو اترو نتیجه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون د سند لاسلیکیدل ؤ خو "د دغه سند نتایج هغه وخت ارزولی او سنجولی شو چې موږ پوه شو سیمه کې تاوتریخوالی څومره کم او د سولې پروسه څومره ګړندۍ شوې ده او همدارنګه د نړیوال تروریزم او نړیوالو جرمي ګروپونو په ضد څومره همکاري شوې ده."

افغان صدر دا هم ویلي وؤ چې هغه "په احتیاط سره دغه هوکړه لیک ته خوشبین" دی، او دا باید په عمل کې ثابته شي چې پاکستان د دغه سند په عملي کولو کې څومره مرسته کوي.