سترې محکمې جنرال مشرف ته ترسبا ماسپښین هیواد ته د راستنېدو امر کړی

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار دهیواد پخواني پوځي واکمن جنرل(ر) پرویز مشرف ته تر سبا ماسپښین دوؤ بجو مهلت ورکړی ورکړی چې هېواد ته راستون اؤ محکمې ته وړاندې شي ګنې بیا به محکمه د قانون له مخې پرېکړه کوي.

په پخواني پوځي امر جنرال مشرف دائین ماتولو، دججانو دبندي کولو اؤ د بلوڅ سیاسي مشر اکبر بګټي د وژنې ترڅنګ یو شمیر مقدمې دپاکستان په محکمو کې روانې دي خو هغه دا مهال د متحده عرب امارات په دوبۍ کې میشته دی اؤ غواړي چې سږکال پاکستان کې کیدونکو ټولټاکنو کې برخه هم واخلي.

د چهارشنبې په ورځ دسترې محکمې دمشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزې څانګې د کال۲۰۱۳م ټولټاکنو کې دلاهور د ایالتي محکمې لخوا دپرویز مشرف د نوماند په توګه د کاغذونو رد کولو په ضد د پرویز مشرف لخو سترې محکمې ته شوې غوښتنه اوریدله.

د اوریدنې په مهال دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي “ پرویز مشرف چې کمانډو دی خو رادې شي اؤ خلکو ته دې وښایي‌، دسیاستمدارانو په څیر د درځم،درځم چغې څله وهي”

دپرویز مشرف وکیل محکمې ته ویلي ښاغلی مشرف چمتو دی چې د بغاوت دوسیې ته ځان وړاندې کړي خو هغه ته باید دتحفظ ضمانت ورکړل شي.

په دغه خبره مشر قاضي د پرویز مشرف د وکیل څخه پوښتلي چې ایا هغه د سترې محکمې نه دا باور ترلاسه کول غواړي چې د مشرف په ضد دې د بغاوت دوسیه پرمخ یو نه وړل شي ؟

مشر قاضي وویل “ستره محکمه هیواد ته بېرته راستنیدلو دپاره د پرویز مشرف د شرطونو منلو پابنده نه ده ، وړاندې مو ویلي چې پرویز مشرف دې وطن ته راوګرځي، تحفظ به ورکړل کیږي خو ددې پابند نه یو چې لیکلی ضمانت ورکړو”

مشر قاضي پخپلو سرڅرګندونو کې د پرویز مشرف د امریت د وختونو په ویناګانو طنزونه هم کړي اؤ ویلي یې دي “پرویز مشرف دڅه خبرې تحفظ غواړي ، هغه له څه ویریږي؟ دومره لویې کمانډو دومره ډیر څنګه ویریدلی شي؟ مشرف خو به ویل چې زه څو کرته له مرګه ژوندی وتلی یم خو هیڅکله مې ویره نه ده کړې”

دپرویز مشرف وکیل محکمې ته ویلي چې پرویز مشرف د رعشې ناروغه دی هغه دپاره میډیکل بورډ پکار دی ، په دې مشر قاضي وویل هغه دې هوايي ایمبولینس کې راشي میډیکل بورډ به ورته هم جوړ کړو.

سترې محکمې وویل که د زیارت د ورځې ماسپښین دوؤ بجو پورې پرویز مشرف هیواد ته راستون نه شو نو ټولټاکنو کې د نوماند په توګه د هغه کاغذونه به نه منل کیږي.