پېښور هائیکورټ دمحسن داوړ شمالي وزیرستان ته په ورتګ بندیز ختم کړو

دپېښور ایالتي محکمې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د وتلي مشر محسن داوړ شمالي وزیرستان ته په ورتګ لګیدلی بندیز ختم کړی اؤ د شمالي وزیرستان د ضلعې انتظامیې امر یې ځنډولی دی.

په پاکستان کې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته دا لمړی ځل دی چې دپخوانیو قبائیلي سیمو دپولټیکل انتظامیې (چې اوس په ضلعې انتظامیې بدلې شوي)لخوا شوې یوه پریکړه هائیکورټ ختمه کړه ده.

دخیبرپښتونخوا دشمالي وزیرستان سیمې ضلعي انتظامیې په اووم جون په محسن داوړ دریوؤ میاشتو دپاره دهغه پلرنۍ سیمې شمالي وزیرستان ته په ورتګ بندیز لګولی ؤ.

محسن داوړ انتظامیې لخوا دغه لګول شوی بندیز غیر قانوني اؤ غیرائیني ګرځولی ؤ اؤ ددې په ضد یې د پېښور ایالتي محکمې ته خواست کړی ؤ.

نن دپېښور ایالتي محکمه کې دمحسن داوړ د خواست اوریدنه شوې اؤ شمالي وزیرستان ته د هغه په ورتګ د بندیز انتظآمي امر ختم کړل شوی دی.

ښاغلي محسن داوړ په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر د پېښور هائیکورټ په دغه پریکړه د خوشحالۍ څرګندؤنه کړې اؤ په دغه لړ کې یې د قانوني مرستې په کولو د وتلي پښتون ملت پاله قانون پوهه عبداللطیف اپریدي مننه هم کړې ده.

محسن داوړ د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو فعاله مشر اؤ قانون پوهه دی اؤ پخپله هم دپېښور په ایالتي محکمه کې قانوني خدمات ورکوي.

په اووم جون داسې اوزاې خپرې شوې وې چې ګنې شمالي وزیرستان کې محسن داوړ امنیتي ځواکونو نیولی اؤ زندان ته یې لیږلی خو وروسته انتظامیې سپینه کړه چې هغه یې د شمالي وزیرستان د حدودو څخه ویستلی اؤ تر دریوؤ میاشتو یې پرې دغه سیمې ته په ورتګ بندیز لګولی دی.