دامریکا اؤ چین ترمینځ د سوداګریزې جګړې نغاړه وغږیدله

دامریکا صدر ډانلډ پرمپ د چین څخه امریکا ته ور وړل کیدونکي شاوخوا داسې ۸۰۰دحساس نوعیت شیان په ګوته کړي چې په هغې به دشپږمې جولایي څخه ۲۵فیصده محصولات لګول کیږي.

دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ دجمعې د ورځې څخه چین نه په راوړل کیدونکو سامانونو د۵۰اربو ډالرو محصولاتو لګولو اعلان کړی چې ددې په جواب کې چین هم چټک غبرګون ښودلی اؤ امریکا څخه په ورتلونکو سامانونو یې د همدغه هومره محصول اخستو اعلان کړی دی.

څیړونکي د نړۍ د دوؤ سترو اقتصادي قوتونو ترمینځ دې تازه ګامونو ته د سوداګریزې جګړې د نغاړې غږیدلو نوم ورکوي.

دامریکا صدر ډانلډ پرمپ د چین څخه امریکا ته ور وړل کیدونکي شاوخوا داسې ۸۰۰دحساس نوعیت شیان په ګوته کړي چې په هغې به دشپږمې جولایي څخه ۲۵فیصده محصولات لګول کیږي.

دچین نه امریکا ته په ور وړل کیدونکو دغو شیانو کې ګاډي هم شامل دي.

دچین د سوداګرۍ وزارت وایي امریکا چې دچین نه په ورکړل کیدونکو شیانو څومره محصولات اخلي په جواب کې به چین هم په هاغه اندازه محصولات امریکا نه په ور وړونکو شیانو لګوي.

دچین خبري اژانس شن هوا وایي دامریکا څخه چین ته ۶۵۹ شیانو باندې به ۲۵فیصده محصول لګول کیږي چې په هغې کې دګاډو نه نیولې تر سمندري خوراک پورې شیان شامل دي.

دچین لخوا داخستل کیدونکو محصولاتو کچه به هم ۵۰ؤ اربو ډالرو ته رسیږي خو چین د زیات نرخ لرونکي شیان دمحصول دنوملړ نه ویستلي دي چې په هغې کې هوايي جهازونه هم شامل دي.

دامریکا صدر ټرمپ پخپل یو بیان کې ګواښ کړی چې که چرې چین په جوابي توګه په امریکایي شیانو محصولات اخستل پیل کړل نو امریکه به دخپلو محصولاتو کچه نوره هم لوړه کړي.

دا مهال د امریکه اؤ چین ترمینځ تجارتي خساره ۳۷۵اربو ډالرو ته رسیدلې ده.

صدر ټرمپ دریځ لري چې چین ته په غیر منصفانه ډول د وړل کیدونکې ټیکنالوژۍ دمخنیوي اؤ امریکایي ملازمتونو ته دتحفظ ورکولو دپاره دچین نه په ور وړل کیدونکو سامانونو دا محصولات اخستل ضروري دي.

څیړونکي وایي د امریکا له لوري دچین نه په ورتلونکو سامانونو دغه محصولات لګول به د چین په اقتصاد زیاته بده اغیزه ونه کړي خو د وواړو هیوادونو ترمینځ به سوداګریزه جګړه پراخه شي.