عافيه صديقې سره د ناوړه چلند تورونو ته د امريکا غبرګون

په امريکا کې بنديوانې پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صديقې سره په زندان کې د ناوړه چلند په شکايت د امريکا حکومت ويلي دي، چې پاکستان ورسره د دغو تورونو تماس نيولی دی.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وايس اف امریکا ته ويلي په امريکايي ايين او قانون کې خلکو ته د ترلاسه تحفظ لاندې د امريکايي بنديانو سره ښه چلند کولی شي او په دغه لړ کې امریکا د بشري حقونو په اړوند خپلې نړيوالې زمه وارۍ پوره کوي.

له دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر وياند محمد فېصل ويلي ؤ چې په امريکا کې بنديوانې پاکستانۍ ډاکټرې عافيه صدیقي شکایت کړی دی چې د زندان د عملې لخوا ورسره ناوړه چلند کيږي.

د زیارت، پنجشنبې په ورځ فېصل ويلي ؤ چې ډاکټر عافيې په ۲۳مې هيوسټن کې د پاکستان قونصل جنرل عايشه فاروقي ته دغه خبرې کړې وه، فاورقي د هغې ليدو له زندان ته ورغلې وه

فېصل ويلي پاکستان دغه خبره د وړاندې نه د اړونده امریکايي چارواکو په مخکې اېښودې ده او هغوي ته ويل شوي چې د دې پلټنې وکړي

پاکستاني مطبوعاتو ويلي فاورقي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ته په لېږلي يو خط کې دغه خبره کړې وه چې عافيې سره په زندان کې ناوړه چلند کیږي او په جنسي توګه ځورول کيږي.

ډاکټر عافيه صديقې ته په کال ۲۰۱۰م کې د امريکې يو عدالت په افغانستان کې په امريکايي سرتېرو باندې د بريد په تور کې د ۸۶ کالو بند سزا اورولې وه.