د پاکستان او افغانستان په پوله به د سيمو ازغن تار لګول پوره کوو، اصف غفور

د پاکستان پوځي وياند ويلي "د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله به د سيمو ازغن تار بې د ودرولو پوره کوو او په شريکو ګټو کې د افغانستان مرستو ته اړتيا ده".

پوځي وياند مېجرجنرال اصف غفور پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د پولې د غاړې نه په بريد کې يو عسکر نیازعلي وژل شوی دی.

نوموړي ویلي د پولې د پورې غاړې نه وسله والو په شمالي وزيرستان کې په پوله د سيمو د ازغن تار په لګوونکو ډزې کړي چې پکې يو سرتېری وژل شوی دی.

پاکستان د ۲۰۱۶م کال راهسې افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه چې نزدې ۲۶۰۰ کلوميټره اوږدوالی لري ارغن تار لګول پېل کړي دي.

راپورونه وايي د دوه کالو پورې موده کې به پاکستان ۵۳۲ اربه ډالرو په لګښت په پوله ارغن تار او نزدې ۷۵۰ پوستې جوړې کړي.

پاکستان د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله مني او افغانستان يې په رسميت نه مني.

د پاکستان پوځ تېر کال ويلي ؤ د کال ۲۰۱۸م د دسمبر د مياشتې پورې به په پوله يوه انچه ځای بې له ازغن تاره خالي پاتې نه شي.

پاکستان وايي د ډېورنډ په کرښه د پولې پورې غاړې افغانستان د لوري نه راوړېدونکو ترهګرو د مخنيوي دپاره ازغن تار او پوستې جوړوي.

خو تېر کال افغان ولسمشر اشرف غني د ډېورنډ د کرښې د نوم اخستو پرته ويلي ؤ،" څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

افغان دولت وايي د ډېورنډ د کرښې پرېکړه کوم حکومت نا بلکې د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه به يې کوي.